کابل ټکی کام ۳۴لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د عراق د الأنبار ولايت خبري سرچينو ويلي دي، داعش وسله والو د دې ولايت په الرمادي کې د عراقي پوځ او شيعه ملېشو ۶۸ تنه وژلي دي.
نن سهار مهال داعش جنګيالو د الرمادي ختيځ لور ته د پوځ پر مرکزونه څلور موټر بم سرتېري ورلېږلي دي، چې په ترڅ کې يې ۳۰ تنه عسکر او ملېشې وژل شوي دي.
په يوه جلا پېښه کې امنیتي سرچينې وايي، چې د الرمادي غرب لور ته په دوه موټر بم چاودنو کې د عراقي پوځ او شيعه ملېشو ۱۵ تنه نور وژل شوي دي.
همدا راز د الرمادي شمال لور ته د داعش جنګيالو په شپږو نورو سرتېرو بريدونو کې ۲۳ پوځيان او ملېشه وژل شوي دي.
بل لور ته له تکريته هم د جګړو خبرونه ورکړل شي، چې په ترڅ کې يې لسګونه داعش وسله وال او د دولت ملاتړي وژل شوي دي.


















