افغان او اماراتي چارواکو د کارګرانو په برخه کې تفاهم لیک لاسلیک کړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۰)

د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو تیره ورځ د کارګرانو په برخه کې یو مهم تفاهم وکړ چې له مخې به یې افغان کارګرانو ته په دې هیواد کې سهولتونه برابریږي.

یاد تړون د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزیر فیض الله ذکي او د اماراتو د بشري منابعو وزیر ناصر بن الثاني الحلیمي تر منځ د سویس په ژینوا ښار کې د کارګرو په ۱۰۷ م نړیوال کنفرانس کې لاسلیک شو.

د تړون تر مخه به افغان کارګر د متحدو عربو اماراتو د بشري منابعو د تګلارې په اساس ګمارل کیږي او ټول حقوق به یې د یاد وزارت پر غاړه وي.
همداراز که د افغان کارګرو او اړوندو شرکتونو تر منځ ممکنه ستونزه مخته راتله باید یاد وزارت یې حل کړي او که نه شو بیا به یې د دې هیواد د عدلیې وزارت حلوي.

اماراتي وزیر الحملي دا تړون د موقتي قراردادونو په برخه کې د افغان کارګرانو لپاره اغیزناک وباله.
افغان وزیر هم له اماراتي سیال څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې اماراتو ورسره ژمنه کړې چې له ‎دې وروسته به په مسلکي او تخنیکي برخه کې د افغان کارګرانو جذب زیات کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button