(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۰) د نيمروز مرستيال والي سردارمحمد همدرد وايي، د دغه ولايت یو شمير دولتي چارواکي په انساني قاچاق کې لاس لري.
د همدرد په خبره، هره ورخ د نيمروز ولايت له بېلابېلو لارو له زرو تر درېیو زرو افغانان په قاچاقي لارو ایران او له هغې هېواده نورو اروپايي هېوادونو ته اړول کېږي زياتوي چې د نيمرو ولايت يو شمير چارواکي له قاچاقبرانو سره په دغه کار کې مرسته کوي.
د نيمرو والي په دغه عمل کې د کوم چارواکي نوم نه يادوي خو وايي چې د دولتي چارواکو د قاچاقبرۍ د مخنیوي هڅې يې پیل کړي دي.
همدرد زياتوي، ایران او نورو هېوادونو تلونکي افغانان ډیری يې د شمالي ولايتونو دي چې د اقتصادي مشکلاتو، بېکارۍ او نا امنۍ له کبله هېواد پرېږدي په خبره يې زياتره کسان په قاچاقي لارو له سختو کړاوونو او مشکلاتو تېرېږي آن يو شمير يې د مرګ له ګواښونو سره هم مخ کيږي.
تېره ورځ د ګډ حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله په کابل کې د “انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې” په غونډه کې وويل، د هېواد کمزوری اقتصاد، جګړييز وضعيت، نا امنۍ او بيکاري هغه لاملونه دي چې ډیری افغانان يې هېواد پرېښودو ته اړ کړي او قاچاقبرانو ته يې د انساني قاچاق زمينه برابره کړې ده.


















