کابل ټکی کام ۲۴لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پاکستاني رسینو خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد د پوځ مشر راحیل شریف به د یوه پلاوي په ملګرتیا کابل ته ولاړ شي، او دلته به د سولې د خبرو په تداوم خبرې وکري.
لا تراوسه مالومه نده چې راحیل شریف به کله او د چا په ملګرتیا دلته (کابل) ته راځي.
په تېرو کې د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په مري کې د سولې پر سر د مذاکراتو لومړی ناسته شوی وه.
ښايي چې دویمه ناسته به د راحیل شریف له سفر څخه وروسته سمدلاسه وشي.
په دې وروستیو کې د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د آسیا زړه غونډې په یوه برخه کې د افغانستان، چین، پاکستان او امریکا استازو د سولې پر سر خبرې وکړې، او په دې یې اتفاق وکړ چې د افغانستان د سولې اړوند به دویمه ناسته هم ژر وشي.
ولسمشر غني د اسیا زړه له غونډې څخه وروسته په پلازمینه کابل کې رسنیو ته وویل چې په لنډه موده کې به له پاکستان څخه یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راشي، خو نور یې په اړه مالومات ورنکړل.
















