(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۳) نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې سره مخ کېږي.
د شل اوريزو دغه لړۍ د هند به دهرادون ښار کې د راجيف ګاندي په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزی وایی، “د بنګله دېش د يو يا دوه لوبغاړو د ماتولو لپاره نه بلکې پلان لري چې ټوله لوبډله ماته کړي.”
پرون د افغانستان کرکټ بورډ وويل، په ملي لوبډله کې يې حضرت ځاځی ځکه وراضافه کړ چې له بنګله دېش سره په وړمې ورځينۍ تمريناتي سيالۍ کې يې ښه لوبه کړې وه.
د بنګله دېش او افغانستان د شل اوريزې سيالۍ ننۍ لوبه د افغانستان پر وخت اووه بجې پيل کېږي او د یک تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دغه شل اوريزې لړۍ په افغانستان کې د خپراوي حق يوازې یک ټلویزیون سره خوندي دی، که بله رسنۍ یې خپرې کړي قانوني چلند به ورسره وشي.
















