د زکات مسائل (۵۷مه برخه) – دزکات ورکولو بیان –

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلي
د زکوة ورکولو بيان
قال الله تعالی
الله تعالی ، فرمايي :
)اِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلۡفُقَرَآءِ وَ الۡمَسٰکِیۡنِ وَ الۡعٰمِلِیۡنَ عَلَیۡہَا وَ الۡمُؤَلَّفَۃِ قُلُوۡبُہُمۡ وَ فِی الرِّقَابِ وَ الۡغٰرِمِیۡنَ وَ فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ وَ ابۡنِ السَّبِیۡلِ ؕ فَرِیۡضَۃً مِّنَ اللّٰہِ ؕ وَ اللّٰہُ عَلِیۡمٌ حَکِیۡمٌ ﴿۶۰﴾( ([1]).
ژباړه : بيشکه همدا خبره ده چې صدقې (زکات صرفيږي) لپاره د فقيرانو او مسکينانو او عاملانو (مقررو) پر هغه (تحصيل د صدقې) او هغو ته چې الفت (آشنائي) اچولی شي په زړونو د دوی کې (له اسلام سره) او (صرفيږي) په (خلاصولو د) غاړو (د نادارو مکاتبانو) کې او پوره وړو (تاوان موندونکو) او (صرفيږي) په لاره د الله کې او (صرفيږي لپاره د) مسافرانو (چې مال ور سره نه وي)؛ (مقرره او لازم کړی شوی ده دغه) فريضه (زکات) له جانبه د الله (دغو مصارفو لره)؛ او الله په هر څه ښه پوه او د حکمت خاوند دی ([2]).
څرنګه چې د صدقو په ويش کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې طعن شوی وه، نو ځکه خبرداری ورکوي چې د صدقو طريقه د الله تعالی، له لوري مقرره کړی شوې ده، او الله تعالی ، د صدقو او د نورو د لګښت ځايونه ټاکلي (مقرر کړي) او د هغه فهرست يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس ورکړی چې له هغه سره يې سم ويشي او د هيچا د غوښتنې تابع کيدای نشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : الله تعالی ، د صدقو (زکات) د ويش اختيار نبي ته نه دی پرې ايښی، بلکې بالذات په خپله يې د هغه د لګښت ځايونه ټاکلي (مقرر کړي) چې هغه اته (۸) دي، کوم چې په لاندې ډول ذکر کيږي :
(۱) فقراء : يعنې هغه څوک چې له هغوی سره څه شی نه وي ([3]).
فقيران يې له ټولو څخه دمخه د دې لپاره ذکر کړل چې د هغوی حاجت ډير سخت دی، يو شمير حضراتو ويلي چې فقير هغه دی کوم چې له سوال څخه بچ کيدونکی وي، او مسکين هغه دی کوم چې سائل وي، د خلکو شا ته ګرځيدونکی، په کورونو او کوڅو کې ګرځيدونکی وي، قتاده رحمه الله فرمايي : فقير هغه دی کوم چې ناروغي لرونکی وي، او مسکين هغه دی کوم چې روغ جوړ وي، ابراهيم رحمه الله فرمايلي : له دې څخه مراد مهاجر فقراء دي، عکرمه رحمه الله فرمايلي : مسلمانو فقيرانو ته مساکين مه واياست، مسکينان يوازې اهل کتاب دي ([4]).
(۲) مساکين : يعنې هغه څوک چې له هغوی سره په اندازه د حاجت د دوی څه شی ميسر نه وي، يو شمير علماء کرامو د فقيرانو او مساکينو تعريف د دې په عکس کړې ([5]).
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي : مسکين چې ګرځي يوه لقمه دوه لقمې يوه کجوره دوه کجورې ورکړی شي او ځي دا مسکين نه دی، خلکو پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! بيا مسکين کوم خلک دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کوم چې د بې پرواهي په اندازه نشي پيدا کولی او نه خپل حالت داسې ساتي چې څوک يې وويني وې پيژني او څه ورکړي او نه په خپله له يو چا څخه سوال کوي ([6]).
(۳) عاملين : يعنې هغه څوک چې د اسلامي حکومت له لوري د صدقو راټولولو او په نورو خدمتونو او چارو باندې مامور شوي وي ([7]).
په همدغه دنده (عهده) باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قريبان په کومو چې صدقه حرامه دی نه دي راغلي، عبد المطلب بن ربيعه بن حارث او فضل بن عباس E رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له همدې غوښتنې سره ورغلل چې مونږ د صدقو را ټولولو (جمع کولو) عاملين مقرر کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وويل : په محمد او آل محمد باندې صدقه حرامه دی، دا د خلکو خيری دی ([8]).
(۴) مؤلفة القلوب : يعنې هغه کسان چې د دوی د اسلام راوړلو هيله (اميد) کيږي، يا دا چې په اسلام کې کمزوري وي، يا داسې نور، د زياتره علماء کرامو په نزد د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته مؤلفة القلوب ته د زکات ورکولو حکم نه دی پاتې ([9]).
د دې ډير ډولونه دي، يو شمير ته يې د دې لپاره ورکول کيږي چې هغوی اسلام قبول کړي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې صفوان ابن اميه رضي الله عنه ته د حنين غنيمت ورکړی وه، سره له دې چې هغه د کفر په حالت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وتلی وه، د هغه خپل بيان دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ورکړې زما په زړه کې تر ټولو زيات محبت پيدا کړی، سره له دې چې لومړی تر ټولو زيات د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم دښمن زه وم، ځينو ته د دې لپاره ورکول کيږي چې د هغوی اسلام مضبوط شي او د هغوی زړونه له اسلام سره وتړل شي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د حنين په ورځ د مکه آزاد کرده خلکو سردارانو ته سل (۱۰۰) سل (۱۰۰) اوښان ورکول او وې فرمايل : زه يې يوه ته ورکوم او دويم ته کوم چې له دې څخه ما ته ډير محبوب دی نه ورکوم، د دې لپاره هسې نه چې دا پړمخ په جهنم کې ولويږي، يو ځل حضرت علي رضي الله عنه له يمن څخه خام سره له خاورې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته را وليږل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه يوازې په څلورو کسانو وويشل، اقرع بن حابس، عيينه بن بدر، علقمه بن علاثه او زيد خير، او وې فرمايل : زه يې د هغوی د دلجوئي لپاره هغوی ته ورکوم.
د حضرت عمر رضي الله عنه عامر شعبي رحمه الله او د يوه جماعت قول دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وصال وروسته دا وخت دا مصرف باقي نه دی پاتې، ځکه چې الله تعالی ، اسلام ته عزت ورکړی، د مسلمانو هيوادونو مالکان يې جوړ کړي، او د رب ډير بنده ګان د هغوی تر لاس لاندې دي، مګر د نورو بزرګانو قول دی چې اوس هم مؤلفة القلوب ته د زکوة ورکول روا دي، د مکه او هوازن له فتح وروسته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم همدغو خلکو ته مال ورکړی ([10]).
(۵) فی الرقاب : يعنې د مريانو د مکاتب والي بدل اداء او آزاد يې کړی، يا يې وپيری (واخلی) او بيا يې آزاد کړی، يا د بنديانو (قيديانو) فديه ورکړی او خوشي يې کړی ([11]).
د غلام په هکله ډيرو بزرګانو ويلي چې مراد هغه غلامان دي کومو چې روپۍ مقررې کړې وي او له خپلو مالکانو څخه د آزادي شرط يې ليکلی وي، هغوی ته د زکوة له مال څخه روپۍ ورکړی چې هغوی يې اداء کړي او آزاد شي، يو شمير نور بزرګان وايي هغه غلام کوم چې همدغه شرط نه وي ليکلی د زکوة په روپيو د هغه په اخيستلو او آزادولو کې هم کومه ويره نشته، لنډه دا چې مکاتب غلام او محض غلام د دواړو آزادول د زکوة يو مصرف دی، په احاديثو کې هم د دې ډير زيات فضيلت راغلی، تر دې ويل شوي چې د آزاد کرده غلام د هر عضوه په عوض (بدل) کې د آزادونکي هره عضوه له جهنم څخه آزاديږي، تر دې چې د شرمګاه په عوض کې شرمګاه هم، قرآنکريم فرمايي : تاسو ته هغه جزا درکول کيږي کومه چې تاسو کړې وي، په حديث کې راغلي چې د دری ډوله خلکو مرسته د الله تعالی په ذمه حق دی، هغه غازي کوم چې د الله تعالی ، په لار کې جهاد کوي، هغه مکاتب غلام او قرضدار کوم چې د اداء کولو نيت لري، هغه نکاح کونکی د کوم اراده چې له بدکاري څخه د محفوظ اوسيدلو وي ([12]).
(۶) غارمين : يعنې هغه کسان چې پر دوی کومه حادثه راغلې وي او د هغې له امله پوروړي شوي وي، يا د کوم ضمانت يا د نورو لاملونو له امله تر بار لاندې لويدلي وي ([13]).
قرضدار هم په څو ډوله دي، يوه کس د بل کس بوج په خپله غاړه واخيست د يوه کس د قرض ضامن جوړ شو بيا د هغه مال ولاړ يا هغه په خپله قرضداری شو، يا يې د کومې بدي لپاره قرض کړی وه او اوس يې توبه کړې، پس همدوی ته دې د زکوة مال ورکړی شي چې همدغه قرض اداء کړي، د دې مسئلې اصل د قبيصه بن مخارق بلالي رضي الله عنه دا روايت دی چې ما د بل چا حواله په خپل ځان اخيستې وه، بيا زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : ته صبر وکړه، ما ته د صدقه مال راځي نو زه به يې له هغه څخه تا ته درکړم، بيا يې وفرمايل : قبيصه واوره ! دری ډوله خلک هغه دي کومو ته چې سوال کول حلال دي، يو هغه دی کوم چې ضامن شي، پس د همدغو روپيو تر پوره کولو پورې هغه ته سوال روا دی، بيا دې سوال نکوي، دويم هغه د کوم مال چې په ناڅاپي افت سره هلاک (ضايع) شي، داسې کس ته هم سوال کول صحي دي، تر دې چې خيټه يې ډکه شي، دريم هغه کس په کوم چې فاقه تيره شوې وي او د هغه د قوم دری هوش لرونکي خلک د همدغه شهادت لپاره ودريږي چې هو بيشکه په فلاني کس باندې فاقه تيره شوې دی، داسې کس ته هم غوښتنه کول روا دي، تر څو چې د هغه کار وشي او د ژوند سامان يې برابر شي، له دې پرته نورو ته سوال کول حرام دي، که چيرته يې وغواړي، يو څه واخلي او وې خوري نو حرام خوري ([14]).
(۷) في سبيل الله : يعنې په جهاد او نورو ښو کارونو پسې له تلونکو سره دې مرسته (مدد)وکړی شي ([15]).
د الله په لار کې هغه مجاهدين غازيان داخل دي د کومو چې په دفتر کې هيڅ حق نه وي، حج هم د الله په لاره کې داخل دی ([16]).
(۸) ابن السبيل : له هغه مسافر او پرديسي سره مرسته (مدد) کول چې د سفر په حالت کې د نصاب مالک نه وي، ولو که په خپل کور کې د مال او شتو خاوند وي ([17]).
هغه مسافر کوم چې په سفر کې بې سر او سامان پاتې شي هغه ته دې هم د زکوة له مال څخه دومره روپۍ ورکړی شي په کومو سره چې هغه خپل ښار ته رسيدلای شي، اګر که په خپل کور کې مالدار وي، همدا حکم د هغو هم دی کوم چې له خپل ښار څخه د سفر کولو اراده لري، مګر مال ورسره نه وي، نو هغوی ته هم د سفر مصرف د زکوة له مال څخه ورکول يې روا دي، کوم چې د هغوی د رفت آمد لپاره کافي وي ([18]).
د احنافو په نزد تمليک ([19]) په هر صورت کې ضروري او فقر شرط دی ([20]).
الله تعالی ، ټولو مخلوقاتو ته انسانان دي که حيوانات دي او که وغيره دي د رزق ورکولو وعده کړې )وَمَا مِنْ دَآبَّةٍ فِي الْاَرْضِ اِلَّا عَلَی اللَّهِ رِزْقُهَا( او ورسره ورسره د خپل حکمت بالغه له مخې يې داسې نه دي کړي چې د ټولو رزق يې برابر کړی، د غني او فقير توپير نشته، په دې کې د انسان د اخلاقي تربيت او د عالم له نظام سره متعلق په سلګونو حکمتونه دي، د کومو د تفصيل ځای چې همدا نه دی، د همدغه حکمت له مخې يې يو شمير مالدار جوړ کړي، يو شمير يې غريبان او فقيران، بيا يې د مالدارو په مالونو کې د غريبانانو او فقيرانو برخه معلومه کړې، الله تعالی ، فرمايي )وَفِيْ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُوْمٌ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوْمِ( په کوم کې چې ويل شوي چې د مالدارانو په مال کې يوه معلومه اندازه برخه د فقيرانو لپاره ساتلې کومه چې د همدغو فقيرانو حق دی.
له دې څخه يوه خبره دا معلومه شوه چې د مالدارانو له مال څخه چې د کومې صدقه ايستلو حکم شوی دا د هغوی کوم احسان نه دی، بلکې د فقيرانو يو حق دی، د کوم اداء کول چې د هغوی په ذمه ضروري دی، دويم دا هم معلومه شوه چې همدغه حق د الله تعالی ، په نزد متعين دی، داسې نه ده د چا چې زړه وغواړي او کله يې چې وغواړي نو په هغه کې کمی يا زياتی وکړي، الله تعالی ، د همدغه متعين (معلوم) حق اندازه بيانولو کار هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپارلی، او له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره اهتمام کړی چې صحابه کرامو رضي الله عنهم ته يې يوازې د ژبې په ويلو بسوالی نه دی کړی، بلکې د همدغې مسئلې متعلق يې مفصل فرمان وليکلو حضرت عمر فاروق رضي الله عنه او عمرو بن حزم رضي الله عنه ته يې وسپارلو، له کوم څخه چې په ښکاره ډول ثابته شوې چې د زکوة نصاب او په هر نصاب کې د زکوة اندازه د تل لپاره الله تعالی ، د خپل رسول صلی الله علیه وسلم په واسطه معلومه کړې، په دې کې په هيڅ زمانه او په هيڅ هيواد (ملک) کې څوک د کمي يا زياتي کولو يا د تغير او تبديل راوستلو حق نلري ([21]).
د زکوة ورکولو متعلق يو شمير ضروري مسايل
مسئله : په صحيح حديث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت معاذ رضي الله عنه ته د صدقو راټولو په باره کې هدايت کړی وه چې )خذ من اغنيائهم وردها فی فقرائهم( يعنې صدقې د مسلمانانو له غنيانو څخه اخله او د هغوی په فقيرانو يې مصرف کوه، په همدې بناء فقهاء کرامو رحمهم الله فرمايلي چې له ضرورت پرته د يوه ښار يا کلي زکوة بل ښار يا کلي ته بايد ونه ليږل شي، بلکې د همدغه ښار يا کلي فقيران د دې ډير زيات حقدار دي، البته که چيرته د يو چا عزيز (قريب) غريب دی او هغه په کوم بل ښار کې دی نو خپل زکوة هغه ته ور ليږلی شي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې کې د دوه چنده اجر ورکولو زيری ورکړی دی.
همدا رنګه که چيرته د بل ښار د خلکو فقر او فاقه له همدغه ښار څخه زياته ضرورتمنده معلوميده نو هلته يې ليږلی شي، ځکه چې د صدقه له ورکولو څخه مقصد د فقيرانو د حاجتونو رفع کول دي، له همدې امله حضرت معاذ رضي الله عنه په صدقو کې زياتره جامې (کپړې) اخيستې وې تر څو چې د مهاجرينو فقيرانو لپاره مدينه طيبه ته وليږل شي ([22]).
که چيرته يو کس په خپله په کوم ښار کې اوسيږي، مګر د هغه مال په دويم ښار کې وي، نو په کوم ښار کې چې په خپله اوسيږي هغه لره اعتبار دی، ځکه چې د زکوة اداء کولو مخاطب همدغه کس دی ([23]).
مسئله : په کوم مال چې زکوة واجب وي د هغه د اداء کولو لپاره دا هم روا ده چې څلويښتمه برخه يې مستحقو خلکو ته ورکړی شي، لکه تجارتي جامې، لوښي او وغيره، او دا هم روا ده چې قيمت يې په مستحقينو وويشل شي، له صحيحه احاديثو څخه همدا خبره ثابته شوې، او يو شمير فقهاء کرامو ويلي چې په دې زمانه کې د نقد قيمت ورکول ډير بهتر دي، ځکه چې د فقيرانو ضرورتونه مختلف او ډير زيات دي، نقد روپۍ په هر ډول ضرورت کې په کار راتللای شي ([24]).
مسئله : که چيرته خپل عزيزان او دوستان د زکوة مستحق وه نو هغوی ته د زکوة او د صدقو ورکول ډير بهتر او اجر (ثواب) يې دوه چنده دی، يو ثواب د صدقه او دويم د صله رحمي، په دې کې دا هم ضروري نه ده چې هغوی ته داسې وښودل شي چې زه صدقه يا زکوة درکوم، د کومې هديه يا تحفه په عنوان سره يې هم ورکولای شي، تر څو چې اخيستونکی شريف کس خپل سپکوالی محسوس نکړي ([25]).
مسئله : کوم کس چې خپل ځان په خپله په خپل قول او فعل سره د زکوة مستحق او حاجتمند ښکاره کړي او د صدقو او وغيره غوښتنه کوي، نو آيا د ورکونکي لپاره دا ضروري ده چې د همدغه کس د رښتوني حالت تحقيق او پوښتنه وکړي او له دې پرته هغه ته صدقه نه ورکوي، په دې باره کې د حديثو روايتونه او د فقهاء کرامو اقوال دا دي چې دې ته ضرورت نشته، بلکې که چيرته د همداسې کس ظاهري حالت ته په کتلو سره غالب ګمان دا راتلو چې همدغه کس په حقيقت کې فقير او حاجتمند دی نو داسې کس ته زکوة ورکول کيدلای شي، لکه په حديث شريف کې چې راغلي : د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته يو شمير خلک په نهايت شکسته حالت کې راغلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی لپاره له خلکو څخه د صدقو جمع کولو وفرمايل په کافي اندازه کې جمع شوې او هغوی ته يې ورکړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ضروري ونه ګڼله چې د همدغو خلکو د حالاتو تحقيق وکړي ([26]).
البته قرطبي په احکام القرآن کې فرمايلي چې د صدقو له مصارفو څخه يو مديون (قرضداری) هم دی، نو که چيرته يو کس داسې ووايي چې په ما باندې دومره قرض دی او د هغه د اداء کولو لپاره ما ته د زکوة روپۍ راکړی، نو د همدغه قرض د ثبوت غوښتنه ترې پکار ده، او ښکاره دا ده چې په غارم، فی سبيل الله، ابن السبيل او وغيره کې هم همدا ډول تحقيق کول سخت نه دي، په همدغو مصارفو کې حسب موقع تحقيق کول پکار دي ([27]).
مسئله : خپلو عزيزانو او قريبانو ته د زکوة په ورکولو کې ثواب ډير دی، مګر ښځه او ميړه، والدين او اولاد په خپل مينځ کې يوه بل ته زکوة نشي ورکولای، لامل يې دا دی چې په دوی کې يوه بل ته يې ورکول دا په اصل حقيقت کې له يوه حيثيته له خپل ځان سره ساتل دي، ځکه چې د همدغو خلکو مصارف زياتره وخت سره ګډ (مشترک) وي، نو که چيرته يې ښځه خپل ميړه ته، يا ميړه خپلې ښځې ته زکوة ورکړي، نو دا په اصل حقيقت کې په خپل استعمال کې دي، همدا ډول معامله د والدينو او اولاد هم دی ([28]).
مسئله : که چيرته يوه کس بل کس د خپل ګمان له مخې د زکوة مستحق وګڼلو او زکوة يې ورکړ، وروسته معلومه شوه چې هغه د ده غلام يا کافر وه نو زکوة نه اداء کيږي، دوباره بيا يې ورکول پکار دي، ځکه چې د غلام ملکيت د آقا ملکيت دی، هغه د ده له ملک څخه وتلی نه دی، له همدې آمله زکوة اداء نشو، او کافر ته زکوة نه ورکول کيږي.
له دې پرته که چيرته په وروسته کې دا ثابته شي چې چا ته يې زکوة ورکړی هغه مالدار يا سيد هاشمي، يا خپل پلار، يا زوی، يا ميړه، يا ښځه ده نو د زکوة را ګرځولو ضرورت نشته، ځکه چې د زکوة روپۍ د ده له ملک څخه وتلې او د ثواب محل ته رسيدلې دي، او د مصرف په تعين کې چې کومه غلطي يا مغالطه شوې هغه معاف دی ([29]) .
د زکوة ورکولو يو شمير آداب
له حضرت جابر بن عتيک رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : ستاسو لور ته يو شمير سپاره خلک راتلونکي دي کوم چې مبغوض دي، يعنې په طبعي ډول خلک له هغوی څخه متنفر دي، ځکه چې هغوی له دوی څخه د مالونو اخيستلو لپاره راځي، لهذا هر وخت چې همدغه سپاره خلک ستاسو لور ته راشي نو تاسو ورته ښه راغلاست ووايی، د هغوی او د هغوی له لوري د غوښتونکي شي يعنې زکوة ترمينځ کوم شی حايل او مانع جوړ نکړی، که چيرته هغوی له عدل څخه کار واخلي نو ثواب به پيدا کړي او که چيرته د ظلم معامله وکړي نو په هغوی به يې وبال وي، تاسو د زکوة اخيستونکي راضي کړی ([30]) او ستاسو له لوري د پوره زکوة اداء کول د هغوی رضامندي دی، همدا رنګه عامل ته پکار دي چې هغه ستاسو لپاره دعا وکړي ([31]).
اسلام د زکوة ورکولو په سلسله کې عامل او زکوة ورکونکي دواړو ته يو شمير آداب ور زده کړي دي، لکه څرنګه يې چې عامل له زيادت څخه را ګرځولی په حقه او انصاف سره يې د زکوة په راټولولو حکم ورته کړی، همدا رنګه يې د مالونو څښتنانو ته د دې تلقين ورکړی چې د زکوة ورکولو په وخت کې د پراخ زړه او پراخ نظر څرګندونه وکړي او عامل په هر صورت کې خوشحاله وساتي، ځکه نفسياتي خبره دا ده چې له کوم کس څخه مال ځي د هغه په زړه کې څه نا څه تنګي وي، نو له همدې امله د زکوة ورکونکو خلکو په زړونو کې دزکوة اخيستونکو لپاره ښه ځای نه وي، لهذا په حديث شريف کې د مبغوض اطلاق د فطرت او طبعيت په اعتبار سره شوی دی، د شريعت په اعتبار سره نه دی، دا چې انسان فطرتاً له مال سره محبت کوي نو له همدې امله کوم وخت چې د زکوة اخيستونکی راشي نو طبعاً په هغه باندې ښه نه لګيږي، اګر که په عامل کې په خپله کوم ناوړه خويونه نه وي، همدغه تاويل له دې امله شوی چې په خپله په راتلونکي حديث شريف کې موجود دي )جاء ناس يعني من الاعراب الی رسول الله صلی الله علیه وسلم فقالوا : ان ناس من المصدقين يأتونا فيظلمونا( د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د زمانې عاملينو ته ظالمان ويل شوي، حالانکه دا خبره ډيره روښانه ده چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم هيڅ ظالم عامل نه دی جوړ کړی، لهذا د ظلم اطلاق د هغوی د طبعي غوښتنې په بناء باندې شوی دی.
نو له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم همدغو ديهاتي خلکو ته وويل چې له خپلو مالونو سره په نفسياتي او طبعي ډول د محبت له امله اګر که تاسو دا ګڼی چې د زکوة اخيستونکي له مونږ سره ظلم کوي، مګر تاسو په همدې صورت کې بيا هم د هغوی د رضا او خوشحالولو کوښښ وکړی ([32]).
عامل او زکوة ورکونکي ته يو هدايت
د زکوة اخيستونکی دې دا حکم نکوي چې د زکوة مال دې د ده قيامګاه ته ور وړی شي، همدا رنګه د زکوة ورکونکی دې داسې نکوي چې خپل مالونه ليرې چيرته بوځي او هلته کيني، بلکې زکوة او صدقات دې د هغوی له تم ځايونو څخه واخيستل شي ([33]).
يو شمير عاملين په کوم ليرې ځای کې ناست وي او مالکانو ته وايي چې خپل مالونه مو دلته راولی، همدلته حساب کوو او زکوة درڅخه آخلو، ديته جلب ويل کيږي، په ځينې وختونو کې د مالونو څښتنان د عاملينو د تنګولو لپاره داسې حرکت کوي چې هر کله د هغوی د راتګ وخت شي نو دوی له خپلو مالونو سره کوم ليرې ځای ته ولاړ شي، ديته جنب ويل کيږي.
جلب او جنب دواړه ناروا دي ([34]) په دواړو ځايونو کې نفې په معنی د نهې دی، مطلب دا دی چې نه جلب ته اجازه شته او نه جنب ته، ځکه چې په جلب کې مالکانو ته تکليف وي، لهذا ساعي ته په خپله د هر يوه تم ځای ته ورتګ پکار دی، او په جنب کې ساعيانو ته تکليف وي، لهذا مالکانو ته له خپلو مالونو سره کوم بل ځای ته تګ نه دی پکار ([35]).
([2]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۹۴ – ۱۰۹۵.
([4]) تفسير ابن کثير، ج : ۲، ص : ۵۷۷.
([5]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۹۵.
([6]) تفسير ابن کثير، ج : ۲، ص : ۵۷۷.
([7]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۹۵.
([8]) تفسير ابن کثير، ج : ۲، ص : ۵۷۷.
([9]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص: ۱۰۹۵.
([10]) تفسير ابن کثير، ج : ۲، ص : ۵۷۷ – ۵۷۸.
([11]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۹۵.
([12]) تفسير ابن کثير، ج : ۲، ص : ۵۷۸.
([13]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۹۵.
([14]) تفسير ابن کثير، ج : ۲، ص : ۵۷۸ – ۵۷۹.
([15]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۹۵.
([16]) تفسير ابن کثير، ج : ۲، ص : ۵۷۹.
([17]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۹۵.
([18]) تفسير ابن کثير، ج : ۲، ص : ۵۷۹.
([19]) جمهور فقهاء په دې متفق دي چې د زکوة په اتو (۸) معلومو مصارفو کې هم د زکوة اداء کولو لپاره دا شرط دی چې په همدغو اتو (۸) کې به کوم مستحق زکوة ته د زکوة مال په مالکانه قبض ورکول کيږي، که له مالکانه قبض پرته کوم مال د هغوی د ګټو لپاره مصرف کړی شي نو زکوة نه اداء کيږي، له همدې امله څلور امامان او د امت جمهور فقهاء په دې باندې متفق دي چې د زکوة روپۍ د جوماتونو، مدرسو، يا شفاخانو يا د يتيم خانو په جوړولو کې يا د هغوی په نورو ضرورتونو کې مصرف کول روا نه دي، ولو که د همدغو ټولو شيانو ګټه همدغو حضراتو ته رسيږي کوم چې د زکوة مستحقين دي، مګر په همدغو شيانو باندې د هغوی د مالکانه قبض نه موجوديت په سبب زکوة په دې سره نه اداء کيږي.
البته که چيرته په يتيم خانو کې يتيمانو ته خوراک، جامه يا بل څه په مالکانه حيثيت سره ورکړی شي نو يوازې د همدغه مصرف تر حد پورې د زکوة روپۍ مصرف کيدلای شي، همدا رنګه په شفاخانو کې کومه دواء چې حاجتمندو ته په مالکانه حيثيت سره ورکړی شي نو د هغو قيمت د زکوة په روپيو کې حسابيدلای شي، همدا ډول د امت فقهاؤ په دې تصريح کړې چې د لا وارثه مړي کفن د زکوة له روپيو نشي ورکول کيدای، ځکه چې په مړي کې د مالک کيدو صلاحيت نشته، هو ! داسې کيدلای شي چې د زکوة روپۍ کوم غريب مستحق زکوة ته ورکړی شي او هغه په خپله خوښه او رضا همدغه روپۍ د لا وارثه مړي په کفن باندې مصرف کړي، همدا رنګه که چيرته په همدغه مړي باندې قرض وي، نو د هغه قرض د زکوة له روپيو څخه براه راست نشي اداء کيدلای، هو ! که چيرته يې وارث د زکوة مستحق وه نو هغه ته يې په مالکانه توګه ورکولای شي، هغه چې د همدغو روپيو مالک جوړيږي نو په خپله خوښه په همدغو روپيو د مړي قرض اداء کولای شي، همدا ډول د عام المنفعة په ټولو کارونو لکه کوهي، پل، سړک او وغيره جوړل، ولو که ګټه يې د زکوة مستحقينو ته رسيږي، مګر د هغوی د مالکانه قبض نه درلودو په سبب په همدې سره زکوة نشي اداء کيدلای.
په همدغو مسئلو کې څلور مجتهدين امامان امام ابو حنيفة F، امام شافعي F، امام مالک F، امام احمد بن حنبل F او د امت جمهور فقهاء کرام متفق دي، شمس الائمة امام سرخسي F د امام محمد F په کتابونو په شرح مبسوط او شرح سير کې په پوره تحقيق او تفصيل سره ليکلې، او د شافعي، مالکي او حنبلي فقهاؤ په عامو کتابونو کې د هغوی تصريحات موجود دي، معارف القرآن، ج : ۴، ص : ۴۰۹ – ۴۱۰.
([20]) کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۹۵.
([21]) معارف القرآن، ج : ۴، ص : ۳۹۴.
([22]) معارف القرآن، ج : ۴، ص : ۴۱۱، بحواله : قرطبي.
([24]) معارف القرآن، ج : ۴، ص : ۴۱۱ – ۴۱۲، بحواله : قرطبي.
([25]) معارف القرآن، ج : ۴، ص : ۴۱۲.
([26]) معارف القرآن، ج : ۴، ص : ۴۱۲، بحواله : قرطبي.
([28]) معارف القرآن، ج : ۴، ص : ۴۱۲.
([29]) معارف القرآن، ج : ۴، ص : ۴۱۳، بحواله : درمختار.
([30]) مطلب دا دی چې کله د وخت د امام يا د اسلامي ادارو له لوري د زکوة اخيستونکي راشي نو له هغوی سره د عزت او احترام معامله وکړی، او هغوی ته پوره پوره زکوة ورکړی، تر څو چې هغوی راضي او خوشحاله واپس بيرته ستانه شي، مظاهر حق، ج : ۲، ص : ۱۷۳.
([31]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ۱۷۸۲.
([32]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۱۴۶ – ۱۴۷.
([33]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ۱۷۸۶.
([34]) رسول الله 3 له همدغو دواړو خبرو څخه منع کړې، په لومړني صورت کې زکوة ورکونکي ته تکليف دی، او په دويم صورت کې د زکوة اخيستونکي ته تکليف دی، د حديث شريف اخيرنی جمله د همدغه ممانعت د تاکيد لپاره استعمال شوې، ګوا که د حديث حاصل دا دی چې نه دې زکوة ورکونکی ليرې بل کوم ځای ته ځي او نه دې زکوة اخيستونکی چيرته ليرې په کوم ځای کي کيني، بلکې د زکوة له ورکونکو سره نږدې دې و اوسيږي او د هغوی کورونو ته دې بار بار ورشي او زکوة دې ترې واخلي، مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۱۸۱.
([35]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۱۴۷ – ۱۴۸.



