اسرائیلو په غزه کې ۳ سیمې بمبار کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۳)

وروسته تر هغه چې اسرایلي ځواکونو د فلسطین په سرحد کې روغتیاپاله رزان النجار په مخامخ ډزو ووژله او په تعقیب یې ۸ نور فلسطیني لاریونوال هم ټپیان کړل
د فلسطین د مقاومت ډلې د اسرائیلو پر لور دوه راکټونه توغولي چې اسرائیل د یوه د شنډولو خبر هم ورکړی دی.

اسرایلی ورځپاڼې بدیعوت احرانوت ویلي؛ یهودي پوځیانو د فلسطیني راکټونو په ځواب کې پر دریو سیمو کې د مقاومت کونکو ۱۰ هدفونه په نښه کړي.

په دې حملو کې د خان یونس په لویدځه څنډه کې د عین‌جالوت پوځي مرکز ، د رفح ښار لویدیځ کې د حشاشین اډه همداراز د عرین، یرموګ پوځي مراکز په نښه شوي .

تر اوسه په دې بریدونو کې د سر زیان د اوښتلو راپور نه دی ورکړل شوی.
خو اسرائیلو بیا ویلي چې د فلسطینانو په بریدونو کې د دوی یو تبعه ټپي شوی دی.

د فلسطینیانو له بريد سره سم د غزې په څېرمه یهودي مېشت ځایونو کې د خطر زنګونه وهل شوي او یهودي وګړو ته ویل شوي چې له پناه ځایونو سره نژدې واوسیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button