د افغانستان نيمايي کوچنيان له زده کړو بې برخي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۳) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره يونسف وايي، په افغانستان کې نږدې نيماي کوچنيان له زده کړو بې برخې دي.
يونسيف ويلي، جګړې نا امنۍ، ناوړه اقتصادي وضعيت او بيوزلي هغه لاملونه دي چې درې ميليونه او اووه لکه افغان ماشومان يې ښوونځيو ته له تګ محروم کړي دي.
يادې ادارې ويلي، له ۲۰۰۲ کال راهيسې دا لومړی ځل دی چې ښوونځيو ته د تلونکو افغان کوچنيانو په شمير کې په دومره زيات توپير کموالی راغلی دی.
په کابل کې د يونسيف ادارې مشرې عادلې خدر په حکومت نيوکه کړې چې روان کال يې د زده کړو کال وباله خو زياتوي چې د حکومت د بې پروايۍ له کبله ښوونځيو ته د تلونکو ماشومانو په شمېر کې په بې سارې توګه کموالی راغلی چې دا د اندېښنې وړ مسله ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د ماشومانو د خراب وضعيت په راپورونه ورکول کېږي د افغان ماشومانو د روغتيايي وضعيت، خوارځواکۍ، زورزياتي، درندو کارونو، زده کړو او په اعتياد د روږدو ماشومانو په اړه راپورونه ورکول شوي دي.
تېره مياشت د ماشومانو د ملاتړ ادارې ويلي و، په افغانستان کې وچکالۍ او خوارځواکۍ شاوخوا نیم میلیون ماشومان له خطر سره مخ کړي دي.
دا د اندېښنې خبره ده چې د افغان حکومت سره په ميلياردونو مرستو سربيره د افغانستان نيم کوچنيان له تعليمه بې برخې پاتې کېږي.
افغان حکومت او په هېواد کې ميشتو د ماشومانو د ملاتړ ادارو او نړيوالو خيريه بنسټونو تل دعوې کړي چې افغان ماشومانو ته خپل حقوق ورکړل شوي خو که په دې برخه کې وروستيو راپورونو ته وکتل شي نه حکومت او نه نړيوالو ادارو هغوی ته لازم امکانات برابر کړي ترڅو هغوی له شاقه کارونو خلاص او ښوونځيو ته ولاړ شي.



