سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

نېغه او پاکه لار

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 4, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
159
ځلې شریک شوی
146
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

 نور الله احمد

دا ځینې خلک چې هر آیت په لاس ورشي نو د خپلې خوښې مطابق به یې معنا او تفسیر کوي، د آیت اصل مفهوم به نه بیانوي:

(۱): مثلاً دغه آیت: الله تعالٰی فرمایي:

يٰٓا أَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْٓا أَطِيْعُوا اللّٰهَ وَ أَطِيْعُوا الرَّسُوْلَ وَ أُولِی الْأَمْرِ مِنْكُمْ. (سورة النساء، آیت: ۵۹).

ژباړه: ای د ایمان خاوندانو د الله اطاعت کوئ او د رسول ﷺ اطاعت کوئ او په تاسو کې د (اولوالامر) اطاعت کوئ.

دلته د الله جل جلاله اطاعت او د رسول الله اطاعت سره سره د اولوالامر اطاعت هم لازمي ګرځول شوی خو دا خلک به دا دوه مخکني فرده یادوي او آخري به نه یادوی ځکه هلته د اولوالامر څخه مراد کوم خلک دي دا به لاندې واضح کړو.

تشریح: د (اُوْلِی الْاَمْرِ مِنْکُمْ) په تفسیر کې امام ابوبکر جصاص فرمایي: امامان او حاکمان دواړه ترې مراد دي په دیني معاملو کې به د علماؤ او فقهاؤ اطاعت کوئ او په سیاسي معاملاتو کې به د شرعي حاکم اطاعت کوي. (احکام القرآن للجصاص: ٢ / ٢٥٦ باب في طاعة اولي الامر) ـ

علامه ابن قیم فرمایي: فطاعة الامرآء تبع لطاعة العلماء. د حاکمانو اطاعت هم بالاخره د علماؤ اطاعت دی ځکه هغوی به هم په شرعي مسایلو کې د علماؤ اطاعت کوي. (اعلام الموقعين لابن القيم: ١ / ۷)

مسلمانانوته دا ویل شوي دي چې د الله او د هغه د رسول ﷺ اطاعت وکړئ او د علماؤ او فقهاؤ اطاعت وکړئ کوم چې د الله او د هغه د رسول ﷺ د کلام شرحه کوونکي دي او د دغه اطاعت اصطلاحي نوم تقلید دی.

د اسلامي پاچا او د ده د وزيرانو، حاکمانو، قاضيانو، لښکري مشرانو او د نورو واکمنانو حکم منل ضرور دی، ترڅو چې دوى د الله تعالٰى (ج) او د رسول الله (ص) له احکامو څخه مخالف کوم حکم و نه کړي، که د الله تعالٰى (ج) او د رسول الله (ص) د صریحو احکامو په خلاف کوم حکم ورکړي نو د دغه حکم منل له سره نه دي په کار! مفسر امام رازي وایي چې د (اولي الامر) د لفظ څخه علماء مرادول اولٰی او غوره کار دی. (تفسير کبير: ٣ / ٣٣٤)

(۲): یو اطاعت دی او بل له چا پوښتنه کول په دې فرق دی، اوس موږ اطاعت څنګه کړو او قرآن په دې اړه څه ویلي، دا خبره په دغه آیت کې واضحه شوې: د قرآن کریم آیت دی:

(فَسْئَلُوْٓا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ(. (سورة النّحل، آیت: ٤٣)

يعنې تاسو د علماوو څخه پوښتنه وکړئ که تاسو نه پوهيږئ. دا سوال یو چا ته پيدا کيږي چې الله ﷻ ولې داسې و نه ويل چې تاسو د قرآن او حديث څخه پوښتنه وکړئ که تاسو نه پوهېږئ؟ چې د علماوو څخه په پوښتنه يې خلکو ته امر کړی دی؟.

علامه قرطبي فرمایي: لم یختلف العلماء ان العامه علیها تقلید علماء ها وانهم المراد بقوله ﷻ: فاسئلوا اهل الذکر: واجمعوا علی ان الاعمی لا بد له من تقلید غیره مما یثق بتمیزه بالقبلة اذا اشکلت علیه فکذالک من لا علم له ولابصر له بمعنی ما یدین به لا بد من تقلید عالمه (تفسیر جامع احکام القرآن للعلامه قرطبي سورة الانبیاء: ۷ / ۲۴۱ رشیدیه).

ژباړه: د علماؤ پر دې خبره اتفاق دی چې پر غیر مجتهد تقلید واجب دی ″فاسئلوا اهل الذکر″ نه مراد علماء کرام دي پر دې اجماع ده چې کله پر نه لیدونکي قبله مشتبه شي نو په دې صورت کې پر هغه د لیدونکي تقلید (یعنې خبره منل) لازم دي همدا شان پر هغه کسانو چې د علم خاوندان نه وي او نه هم د هغوی لپاره پوهه او بصیرت وي د یوه مجتهد عالم تقلید لازم دی.

 حجة الاسلام امام غزالي (المتوفي:: ۵۰۵ هـ) لیکي: وإنما حق العوام أن يؤمنوا ويسلموا ويشتغلوا بعبادتهم ومعايشهم ويتركوا العلم للعلماء. (احیاء علوم الدین)

ژباړه: د عوامو پر ذمه د دین خبره دا ده چې ایمان قبول کړي، اسلام قبول کړي، په عباداتو مشغول اوسي او خپل په کاروبار اخته اوسي د علم او تحقیق مسائل علماوو ته پرېږدي.

که عوام د مسائلو په تحقیق پسې ځي او خپله فیصله کوي نو د هغو په اړه امام غزالي فرمايي: وقع في الكفر من حيث لا يدري كمن يركب لجة البحر وهو لا يعرف السباحة. (احیاء علوم الدین) ژباړه: هغوی به پوهیږي نه خو د کفر د خطرې سره به مخ وي، دا کار دا ډول دی لکه د یو شخص چې لامبو نه وي زده او د سیند په تل کې ځان واچوي.

(۳): درېیمه خبره دا ده چې کله موږ وایو اطاعت د الله جل جلاله بیا اطاعت د رسول کریم صلی الله علیه وسلم او د اولوالامر خبره ومنئ او له اهل الذکر پوښتنه وکړئ څنګه چې پورتني آیت کې څرګند شول اوس دلته خبره مخې ته راځي چې دا به څنګه او په کومه طریقه کوو، قرآن کریم په دې اړه داسې فرمایي: آمنوا کما آمن الناس… ایمان راوړئ لکه څنګه چې دغو خلکو ایمان راوړی یعنې صحابه کرام چې دلته موږ اهلسنت والجماعت په اجماع د امت قایل یو.

اجماع د قرآن او سنت وروسته د شرعي احکامو د استنباط مصدر بلل کيږي، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم مبارک حدیث دی: «إِنَّ اللّٰهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي أَوْ قَالَ أُمَّةَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى ضَلَالَةٍ وَيَدُ اللّٰهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ» (ترمذي رقم الحدیث: ۲۱۶۷)  باسناد صحيح.

يقيناً چې الله تعالٰی زما امت یا د محمد صلی الله عليه وسلم امت په بېلارۍ سره جمع کولی نشي او د الله مرسته او مدد له جماعت سره ده.

په حديث شريف کې دې مطلب ته اشاره شوې ده چې هر کله د امت علماء پر يوه مسئله توافق وکړي، هغه مسئله هدايت ده او هدايت د الله او د هغه د رسول د قبول وړ دی، ځکه اجماع هغه څه ده چې الله ﷻ او د هغه رسول ور سره موافق دي.

رسول الله ﷺ د حجت الوداع په خطبه کې د ټولو صحابه کرامو په مخکې وفرمایل: ثلاث لا يغل عليهن قلب امرئ مسلم إخلاص العمل لله والنصح لأئمة المسلمين ولزوم جماعتهم فإن دعوتهم تحوط من ورائهم. أخرجه أحمد (۴/۸۰، رقم: ۱۶۷۸۴)، والدارمي (۱/۸۶، رقم: ۲۲۸)، وأبو يعلى (۱۳/۴۰۸، رقم: ۷۴۱۳)، والطبراني (۲/۱۲۶، رقم: ۱۵۴۱)، والحاكم (۱/۱۶۲، رقم: ۲۹۴) وقال: صحيح على شرط الشيخين.

ژباړه: د دریو خویونو په شته والي کې د هېڅ یوه مسلمان زړه به خیانت ونکړي:

اول:ـ چې په اعمالو کې یې د الله تعالٰی لپاره اخلاص وي. دوهم:ـ چې په زړه کې یې د مسلمانانو خیر غوښتنه وي.

درېیم:ـ چې د مسلمانانو د جماعت د اتباع لزوم وي ځکه چې د هغو دعاء د شا لخوا څخه هغوی را چاپېره کړي دي.

لکه څنګه چې تابعینو څخه مخکې د صحابه کرامو یو نسل ل تېر شوی ؤ په کومه مسئله چې صحابه کرامو اجماع کړې وه نو امام صاحب به له قرآن کریم او سنت وروسته هماغه قول غوره کاوه او په هغې اجماع به یې عمل کاوه. دارنګه که په کومه مسئله کې امام صاحب پورتني دلائل پیدا نه کړل نو بیا به یې د مسئلې حل د صحابه کرامو په اقوالو کې معلوموه او امام صاحب په خپله فرمایل: کله چې ماته ښکاره شي چې په کومه خبره کې د صحابه ؤ اقوال مختلف دي نو زما چې کوم خوښ شي هغه ترې اخلم.

(۴): قرآن کریم کې ډېرو ځایو کې د نېغې لارې سپارښتنې شوه مثلاً:

کله چې موږ وایو اهدنا الصراط المستقیم دا سبق او درس د تقلید دی، مطلب یې داسې نه دی بیان کړی چې تاسو قرآن او سنت باندې روان شئ، د دې مطلب داسې دی چې د هغو خلکو خبره ومنئ چې قرآن یې سپارښتنه کړې ده هم هغوی به تاسو قرآن او سنت ته ورسوي او در زده به یې کړي، د هغوی لاره به د عافیت لاره وي، د سلامتي لاره به وي، نو دلته نېغه لاره کومه یوه ده؟.

قرآن ځواب فرمایي: صراط الذین انعمت علیهم نو دغه د انعمت علیهم لاره د اشخاصو لاره ده لکه انبیاء صدیقین شهداء صالحین او داسې نور…. دلته قرآن موږ ته د نیغې لارې سپارښتنه له شخصیاتو څخه کړې له نمونو سره یې کړې له سمو اشخاصو څخه یې کړې، اوس که هر څوک نېغ په نېغه کېني او مسایل له قرآن او حدیث څخه را ایستل پيل کړي نو په ملیونو ملیونو لارې او مذاهب به جوړ شي، هره ډله به د بلې خبره نه مني، هېڅ یو کس به د بل کس خبره نه مني، هر یوه ته به خپل استنباط، نظر، عقیده، پوهه، مسایل، او هر څه د قرآن او سنت مطابق ښکاري او د بل یوه به ردوي که څه هم د هغه بل کس نظر به له ده څخه غوره وي، حقیقت دا دی چې سمه لاره به څنګه مومې او دا هم حقیقت دی چې سمه لاره قرآن ده او سمه لاره حدیث رسول ده اوس به دا سم تعبیر او سم تعیین او سم استدراک له کومه ځایه اخیستل کېږي او څنګه به نیول کېږي؟ قرآن د دغه سم تعبیر پخاطر فرمایلي: د الله تعالٰی انعام ترلاسه کوونکو پسې ګرځه او هغوی تعقیب کړه، د هغوی لمن ونیسه، د هغوی پر قدم چلیږه، صراط الذین انعمت علیهم دا لومړنی درس دی د الله تعالٰی لخوا او دا لومړی درس د قرآن دی او دا لومړی درس هم په سورت فاتحه کې شامل دی.

(۵): مخکني خلک خو بلکل د خیر القرون او زموږ لپاره نمونې وې، په دې اړه موږ ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم داسې سپارښتنې کړي دي: نبي کریم ﷺ فرمایلي:

فَقَدْ صَحَّ عَنْ رَسُولِ اللّٰهِ صَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: ″خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ″ (رواه الشیخین).

فرمایي چې غوره او ښه خلک زما د وخت دي بیا هغه خلک چې ور پسې دي لکه تابعین او تبع تابعین. قرآن کریم داسې یادونه کوي: (وآخرین منهم لما یلحقوا بهم وهو العزیز الحکیم).

…

مخکینې مطلب

د یوې زړې مور؛ مړ زوی الله پاک څنګه بیرته را ژوندی کړ؟

بل مطلب

د افتاء اصول (اتمه برخه)

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com