پنټاگون: په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو تلفات ۲۷ سلنه زیات شوي دي

کابل ټکی کام ۲۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تیره ورځ سې شنبه پنټاګون هغه یو راپور خپور کړ چې د امریکا کانګرس ته یې هم استولی وو.
راپور د افغانستان د وضعیت په اړه وو.
 په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۵کال په دویمه نیمايي کې د افغانستان امنیتي وضیعت ډېر خراب شوی دی.
راپور په تفصیل کې زیاتوي چې دې موده کې وسلوالو بریدونه ډېر کړي دي، چې افغان امنیتي ځواکونه د ګڼې مرګ ژوبلې سره مخ دي.
په راپو کې راغلي دي چې د روان ۲۰۱۵م کال د جنورې له شروع څخه د نومبر تر ۱۵مې نېټې پورې د ۲۰۱۴م کال د یادې مودې په پرتله د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ۲۷سلنه پورته شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button