امریکایي خورد ضابط بو برګډال په عمري حبس محکومېږي

 

امریکا (کابل ټکی کام چهار شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل):

دغه امريکایي خورد ضابط «بو برګډال» چې طالبانو سره پنځه کاله یرغمل وو، د امريکا په اردو یې سخت اعتراضونه کړي دي چې له وجې یې په عمري قید محکومېږي.

هغه ته دغه د عمر بند سزا د امريکا په قانون کې د هغې مادې پر اسا س ورکول کيږي چې ويل شوي دي نوموړي  د وسله والې جګړې په موده کې عسکري ډسپلين نه دی مراعات کړی .

برګډال په ۲۰۰۹ کال افغانستان کې د خپلي پوځي اډې څخه تری تم شوی وو، چې وروسته د طالبانو په یوه ويډويي پیغام کې را څرګند شو چې دوی سره یرغمل دی.

هغه د پنځو کلونو بند نه وروسته امريکایانو په ګوانتانامو کې د پنځه اسیر طالب مشرانو په تبادله کې آزاد کړ.

برګډال په یوه ويډیو کې ويلي وو، چې  ټول سرتېري چې د جګړې په ډګر کې په جګړه کې ښکېل دي، د طالبانو په لاس له مرګ څخه ويريږي، هغوی نه غواړي چې په غټ ماين برابر شي ټوټې يي هوا ته پورته شي، هغوې نه غواړي چې د طالبانو په لاس ژوندي اسیران يا ټپيان شي، هغوي غواړي کورونو ته روغ رمټ ستانه شي.

برګډال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې اوباما، بوش او داسې نور يوازی د هغو ګنګو نانځکو په څېر دي چې په انتخاباتي مبارزه کې دوی ته پیسې ور کوي.

د امریکا د قانون پوهانو په وینا د «پوځي ډسپلین» مراعاتولو ماده د دوهمې نړيوالې جګړې څخه راپديخوا نه وه عملي شوي.

نو په دغه اساس اوس برګډال محکمي ته انتظار باسي چې ښايي، دی په عمري قيد محکوم شي، خو په ۲۰۱۴ کال کې د راخلاصېدو څخه مخکې د ده په اړه پالیسي بدله وه، اوباما ويلي وو، موږ په ډيره بې صبرۍ سره هغه شېبو ته انتظار باسو چې د خپل زوی بو برګډال سره روغبړ وکړو او په غيږ کې یې ونيسو.

د امریکا ولسمشر اوباما د برګډال مور اوپلار سپینې ماڼۍ ته بللي وو چې د خپل زوی د خوشي کولو په خوشحالۍ کې ورسره برخه واخلي، د نظر په اختلاف ډېری امريکايانو د ده خلاصون ته سترګې په لاره وو، خو ځينې نور یې بیا هغه یو جنایتکاره باله او ویل یې چې باید ووژل شي.

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button