کابل: دوه نړیوالې ادارې غواړي د ممیزو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۴)
د کابل په استالف ولسوالۍ کې دوه نړیوالې تمویلونکې ادارې غواړي د ممیزو د پروسس په برخه کې بیسارې فابریکه جوړه او په دې برخه کې پراخه پانګونه وکړي.
نړيواله مالي اداره یا(IFC) او د څو اړخيزو پانګونو د تضمين اداره (MIGA) په افغانستان کې د مميزو د پروسس او توليد مالي ملاتړ ته مټې رابډ وهلې.
د پژواک د راپور تر مخه؛ نړیواله مالي اداره غواړي د مميزو د پروسس د يوې معياري فابريکې د جوړېدو لپاره ٣ ميليونه امريکايي ډالره پانګه اچونه وکړي او همداراز د دغې فابريکې په وړاندې د سياسي ګواښونو د بېمې د پوښښ لپاره ٧،٨ ميليون امريکايي ډالره مالي ملاتړ د څو اړخيزو پانګونو د تضمين ادارې (MIGA) له خوا ځانګړى شوى دى.
دواړه ادارې به د ريکويدا (Rikweda) د مېوه جاتو د پروسس شرکت سره مرسته کوي تر څو په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس فابریکه جوړه او پر کار پیل وکړي، همداراز به په یاده فابریکه کې د پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د ممیزو د پروسس چارې دوه برابره زیاتې شي.
یادو اداراتو ویلي؛ افغانستان د میوه جاتو په تیره بیا د ممیزو لپاره تر بل هر هیواد ښه او مناسب چاپیریال لري خو ناسم کيفيت او د خوراکي خونديتوب همداراز د نړیوالو سټندرډونو نه مراعات کول هغه څه دي چې د دغه هېواد له ٤٠ سلنې څخه لږه اندازه مميز بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.
په یاده فابریکه کې به د میرمنو په ګډون شاوخوا ۳۰۰۰ بزګرانو ته کاري زمینه برابره شي



