د ملايانو په نوم درباريانو درباري پرېکړه

سرلیکنه

د عالم، ملا او طالب کلمې ته په پوره درناوي،

په کابل کې يو شمېر کرايه شويو يا درباري ملايانو، چې علماء ورته نشو ويلای، په کب مياشت کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل: ”مونږ علماء له طالبانو په کلکه غوښتنه کوو چې د سولې په اړه د افغان حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي، څو د مسلمانانو د لا زیاتو وينو تویېدو مخنیوی وشي.“

دغو حکومتي ملايانو په خپله وينا کې ډېر ښه لوري ته اشاره کړې، ويلي يې دي، ”موږ په دې برخه کې هر راز قربانۍ او منځګړتوب ته حاضر يو.“

له دې خبرې جوتېږي چې دوی افغانان نه دي او نه يې په افغانستان کې کور، پوله او پټی شته چې د امريکايانو او طالبانو تر منځ سوله يا منځګړتوب کوي.

که دوی ځان افغانان ګڼي، نو ايا د دوی په خاوره؛ کور؛ دين؛ مذهب؛ ناموس؛ کلتور او عقايدو امريکا تېری نه دی کړى؟ د دوی کور کلی نه بمباروي؟ هغه چې په جنازو بمبار کوي، هغه د دې ملايانو کليوال يا، اقلاً، هېوادوال نه دي؟ هغه چې په نيمو شپو پر کورونو بهرنيان ورخيژي او افغاني عزت او غيرت یې تر پښو لاندې کوي، د هغو افغانانو او تور سرو عزت د دې ملايانو عزت نه دی؟

دمخه مو وويل چې حقيقي علماء کرامو، ملايانو او د جوماتونو د لارو خاورو ته په کامل احترام!

هلته چې روسانو پر افغانستان يرغل کړی و، افغانانو ورسره له افغانستانه تر وتلو او بيا وروسته د هغوی له غلامانو سره جهاد ته ادامه ورکوله. د هغوی پر خلاف جهاد فرض و، مګر اوس چې امريکا پر افغانستان بريد کړی او د روسانو له اشغال سره هيڅ توپير نه لري، دا ملايان د جهاد پر ځای سولې ته ترجيح ورکوي او وايي چې سوله به له هېواد څخه د خارجي قواوو د وتلو مهال وېش ته لاره هواره کړي او د بهرنیانو د شتون ضرورت به له منځه يوسي.

د روسانو د تېري پر مهال هم په مرکز او ولاياتو کې دغسې کرايه شوي او د ملايانو په نوم د ارګ درباريان وو، چې ويل به يې، ”له سور کفر څخه مو شين اسلام جوړ کړی دی.“

لکه څرنګه چې ننني درباريان د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او د هغه ژوند، د سولې او د اصلاح د راوستلو لپاره د هڅو بېلګې وړاندې کوي، د کمونستي حکومت په وخت کې هم دوی ته ورته خلکو تر دوی زياتې بېلګې وړاندې کولې: د اوس او خزرج د قبیلو ترمنځ څو سوه کاله جګړې ته د پای ټکی ایښودل، د مدینې تړون، د حدیبیې سوله، د یهودو له قبیلو سره مختلف تړونونه.

په دې اوس هر افغان پوهېږي او له حالاتو يې زده کړه کړې ده، خو امريکايان سولې ته ميلان نه لري. هغوی يرغل کړی، په هر اړخيزه توګه یې افغانستان اشغال کړی دی. د اشغال په صورت کې بې له مقابلې او جهاد بله لار نشته. هغه څوک چې سوله کوي افغانان به ورسره سوله وکړي، او چې جګړه کوي او زموږ بې ګناه ولس وژني، بيا نو سوله له چا سره وکړل شي؟

دا په څو ډالرو کرايه شوي د سر په سترګو نه ګوري چې بهرني پوځونه مو کلي او کورونه بمباروي؟ په جنازو مو بمبار کوي، په خوب ويده ماشومان او تور سرې مو شهيدانوي؟

افغانان امريکا ته ورپسې نه دي ورغلي، بلکې امريکايان افغانستان ته په تېري او يرغل راغلي دي. دغه درباريان په دې نه پوهيږي چې په افغانستان کې جګړه چا پیل کړې ده؟ پر افغانستان يرغل چا کړی دى؟ افغانستان چا د بارودو په اور کې وسوځاوه؟ په افغانستان کې څوک زموږ په کورونو په نيمو شپو رااوړي او افغاني عظمت مو تر پښو لاندې کوي؟

دوی چې کومې مادې وړاندې کړې، له هغو څخه يوه هم د اسلامي اصولو او افغاني عظمت او کلتور سره سمون نه لري. اسلام او افغانيت دا وايي چې څوک ستا پر حريم تېری وکړي، له هغوی سره مقابله او له خپله حريمه دفاع فرض ده.

افغانان، له خپل پاک حريم څخه په دفاع، له امريکايانو او ناټو پوځونو سره په مقابله بوخت دي او تر هغو به خپل مقدس جهاد ته ادامه ورکوي څو يې وروستي پوځي له افغانستانه ووځي. د درباريانو درباري پرېکړې افغان ولس ته د منلو نه دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button