خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:

يوازې د مرګونو او ماتمونو لوبه!

شناند:

د دموکراسۍ بنسټیز اصول، د خلکو وژل او په خلکو ماتمونه راکوزول

اراده:

انتخابات له تلوسو او اندېښنو ډك بهير

شناند:

بیا چې تقلب هم ورسره جمع شي نو ښه اچار ترې جوړ شي.

اصلاح:

پر كورنيو چارو وزارت وروستى بريد؛ څو اندېښنې

شناند:

او هغه دا چې په یو ځای کې به هم له خپلو مخالفینو خلاص نه شئ

هیواد:

پردۍ جګړه آخر تر كومه او د څه لپاره؟

شناند:

تر هغې چې دا پردي له دې خاورې تیښتې ته مجبور نکړای شي او بل د دې لپاره چې تر څوم یو سوچه اسلامي نظام حاکم نشي.

سرنوشت:

ولس د ارادې او ارمان د تمثيل محور غواړي!

شناند:

خو دا شی دموکراسۍ ته په رجوع کې نه، بلکې خدای او رسول ته په رجوع کې موندل کیدای شي او بس.

مشرانو جرګه:

ځانګړي ځواکونه د امریکا په امر خپلسري عملیات کوي

شناند:

ایله دې ماغزه سر ته راغلل چې ستا د کورنۍ غړي پکې ووژل شول تر اوسه خو چې د بلې  مور بچي وژل کیدل خوله دې ګنډلې وه.

د هلمند نوی والي:

د هلمند د امنیت ټینګښت مې مهم لومړیتوب دی

شناند:

خو چې باداران یې درسره ومني

راپورونه:

حکومت پلوو ملېشو د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو وسله وال برید کړی

شناند:

چې قدم د محمد ص په قدم نه نږدي «««»»» هغه به څه پښتون څه مسلمان وي؟

ویسا:

طالب مشرانو په کراچۍ کې له پاکستاني چارواکو سر ليدلي

شناند:

ښه نو بیا؟؟؟

نجیب اقا فهیم:

په ۲۰ولایتونو کې ۱۳میلیونه خلک له وچکالۍ ځورېږي

شناند:

افرأیتم ان اصبح ماؤکم غورا فمن یأتیکم بماء معین؟

هیواد:

امريكايي پوهنتون بايد له رسنيو او ولس نه رسمي معذرت وغواړي.

شناند:

بخښنه به هم تاسې غواړئ ځکه چې د زورور اوبه مخ پورته درومي.

اراده:

ورځ تر بلې د ننګرهار خرابېدونكى امنيتي حالت

شناند:

کوږ بار تر منزله نه رسیږي

هیواد:

پښتانه او روانه پېچلې شيطاني لوبه

شناند:

زه خوشحال توره په لاس کفن په غاړه به راپاڅم «» که خبر شوم چې پښتون د چا غلام شو

ویسا:

د ړانده ګوزار؛  ناسم استخبارات او د بې پيلوټه الوتکې د ټکنالوژي نيمګړتياوې

شناند:

نو ځکه یې مقابلې ته استشهادیان بریدونه کوي.

پخوانى ولسمشر حامد کرزی:

بهرنيوځواكونو پرافغان خاوره د پاكستان د بريدونو پر وړاندې چوپتيا غوره كړې

شناند:

همغسې لکه تاسی چې د خپل ملت د بچیانو پر وژلو چوپتیا غوره کړې

شماری از کارمندان جوزجان:

ولسوالی مینگجیک جوزجان در خطر سقوط قرار دارد

مبصر:

پس بوتهای تان را تیار محکم پوشیده برای فرار اماده باشید.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button