امریکا، ناټو او افغان حکومت په تېرو اوولس کلونو کې پر طالبانو ټول زور ازمايي وکړه، خو پر دغه لښکر بریالي نه شول. په ټلویزوني اعلاناتو کې د طالبانو پر ضد هغه څه ویل کېږي، چې زموږ د ټولنې له ارزښتونو سره په ښکاره په ټکر کې دي؛ خو دا چې دغه اعلانات امریکایان جوړوي، نو هره رسنۍ یې په بې غمه زړه خپروي.
تېره میاشت په اندونیزیا کې د افغان، پاکستانیو او اندونیزیايي علماوو ناسته وکړه، چې پرېکړه لیک یې تر ډېره بریده عادلانه و. د اندونیزیا د ناکامې ناستې وروسته امریکا هڅه وکړه، چې دا ځل دغه ډرامه له کابله پیل کړي او دوې ورځې وړاندې دغه ډول ډرامه دلته هم پرمخ یوړه؛ ځکه د اندونیزیا په ناسته کې پر طالبانو کومه فتوا صادره نه شوه او نه د ناستې گډونوالو امریکا فتوا ورکړه.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن تېره میاشت هم ویلي وو، چې پر طالبانو به دا ځل له شرعي او سولهییزو پرلتونو له لارې فشار ډېر کړي، چې یا له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او یا هم د سولې شرطونه ومني. خو دغه چارواکی داسې نه وايي، چې امریکایان به کله له افغانستانه وځي؛ ځکه د طالبانو سره د روانې جگړې د مشروعیت ستر دلیل دلته د زرگونو امریکايي او ناټو عسکرو شتوالی دی، چې د همدې له امله دیني عالمان پر طالبانو کومه فتوا نه صادري. دوی پوهېږي چې اوس مهال جهاد فرض عین دی او له جهاده انکار د الله جل جلاله له حکم نه انکار دی.
د کابل ډرامه څنگه وشوه؟
څلور کاله مخکې له امریکا سره د امنیتي تړون په هکله راټوله شوې ناسته همداسې وه. دیني عالمانو ته یو څه ویل شوي وو؛ خو وروسته چې خبر شوي وو، بیا کیسه بل ډوله وه.
د امریکايي فتوا په وروستۍ ناسته کې هم د کابل د جوماتونو ملا امامانو ته ویل شوي وو، چې د حج او اوقافو وزیر او څه بهرني علماء راځي او د فکرونو تبادله کېږي. کله چې خلک راپوره کېږي، یو دولتي ملا دریځ ته پورته کېږي، ۲۶ مخیزه فتوا صادروي. دلته ځینې علماء شور او ځوږ جوړوي؛ خو د رسنیو ټول پام دې برخو ته نه کېږي او نه ورسره څوک خبرې کوي، بلکې ټول پام پر دریځ خبرې کوونکي کېږي.
د ناستې په هماغه شېبه کې له ارگه د دې ناستې د ملاتړ اعلامیه خپرېږي او له طالبانو غوښتل کېږي چې نوره وسله پر ځمکه کېږدي او باید تسلیم شي؛ ځکه دوه زره عالمانو ستاسې روانه جگړه ناروا وبلله. طالبانو هم څو ساعته وروسته اعلامیه خپره کړه او د کابل ناسته یې یوه امریکايي دسیسه وبلله، چې وروسته خبره هماغسې شوه، چې جنرال نیکولسن له دې وړاندې ویلي وو، چې پر طالبانو به د پوځي فشار سربېره دیني فشار هم ډېر کړي. خو له ښه مرغه د امریکا پلان شوې لوبه په څو شېبو کې شنډه شوه او طالبانو بیا هم بریا خپله کړه. د طالبانو حقانیت له دې هم معلومېږي، چې د ناکامولو لهپاره یې زموږ ابدي دښمنان ټولې لارې چارې سنجوي؛ خو بریالي کېږي نه.
فتوا د چا کار دی؟
یوه ورځ مې راډيو اورېده. یو دیني عالم د خلکو پوښتنې ځوابولې. یو کس ورته وویل: مولوي صاحب اوس په افغانستان کې جهاد روا دی؟ دیني عالم ورته وویل، ته تراوسه په دې پوهېږي، چې په افغانستان کې جهاد روا دی او کهنه؟
دیني عالم داسې ځواب ورکړ، چې نه سیخ وسوځېده او نه کباب. فتوا د هر چا کار نه دی او بیا داسې فتوا چې هېواد په ۵۰ کفري هېوادونو یرغمل کړی وي او زموږ ټولې چارې امریکایان سمبالوي او بیا هم دیني عالمان د امریکا په گټه فتوا ورکوي؟
مفتيان د یوې وړې فتوا لهپاره هم څو بېلابېلې حوالې ذکر کوي او په امریکايي فتوا کې نه حواله شته، بلکې هغه ایاتونه او حدیثونه راوړل شوي، چې باید امریکایانو ته وویل شي؛ خو د دوی د طالبانو پر ضد د دلیل په توگه راوړي دي.« موږ علماء روان وضعیت د عمیق تحلیل او ارزونې څخه وروسته په دې عقیده یو چې د سولې لپاره ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع را منځته شوې او د حکومت انعطاف او مخلصانه وړاندیز پر دې دلالت کوي، فلهذا پر طالبانو غږ کوو چې مذاکرات او مخامخ خبرې یوازېنۍ طریقه ده چې د دواړه غاړو ټولو غوښتنو او ستونزو ته پکې زمونږ د اسلامي او ملي ارزښتونه سره سم د حل لارې موندلی شو.»
د فتوا په بل ځای کې لیکل شوي« مونږ د افغانستان علماء مطلقا په دې عقيده يو چې اسلام د سولې، تحمل او اخوت دين دی او په اسلامي هېوادونو او ټوله نړۍ کې افراطيت او خشونت تر هر نامه لاندې چې وي غندو.»
بالکل باید وغندل شي، خو امریکا په ټوله نړۍ کې د ټولو ستونزو مور ده. امریکایان باید زموږ له هېواد ووځي، گنې داسې پروژهيي فتواگانې د طالبانو روانه مبارزه یوه ذره هم کمزورې کولی نه شي.


















