(کابل تکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۶) د بادغس ولايتي چارواکي وايي، طالبانو د قادۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو پوځي مرکز نيولی او يوولس عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي وايي، طالبانو د قرچقې سيمې پوځي مرکز نيولی چې به ترڅ کې يې پنځه عسکر وژل شوي، څلور لادرکه دي او دوه تنه نور سخت ټپيان دي.
د شهابي په خبره، طالبانو ته هم په دغه نښته کې مرګ ژوبله اوښتې په اړه يې کره معلومات نه لري.
سيمې ته نږدې سرچينې وايي، طالبانو د ياد پوځي مرکز څخه يو ټانګ، په زیاته اندازه وسلې او پوځي توکي هم له ځان سره وړي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د یاد بريد د تاييد سربيره ويلي چې د قرچقې سيمه کې يوه قرارګاه او درې پوستې نيولي، د دوو قومندانانو په ګډون لس عسکر وژل شوي، يو ميل زيګويک، لس ميله وسلې او په زیاته اندازه مهمات او پوځي توکي د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
















