عشق!؟

ثاقب خپلواک

 

عشق :د مینې د خیالونو یو تفسیر دی

عشق :د حٌسن  د رنګونو یو تفسیر دی

 

عشق :د ستړي ژوند کیسه ده نه ختمېږي

عشق :د ستړو څو اهونو یو تفسیر دی

 

عشق :د رمز او نیاز محبت یو ښکلی نوم دی

عشق :د پټ راز  ،د رمزونو یو تفسیر دی

 

عشق :د ښکلې ښکلا کیف ته ویل کیږي

عشق :د ښکلو ښایستونو یو تفسیر دی

 

عشق :د اور لمبې ګلزار ته کړلې ورته

عشق :د واړه جنتونو یو تفسیر دی

 

عشق :د عشق خوږو نغمو ته وویل کیږي

عشق :د مینې د رقصونو  یو تفسیر دی

 

عشق :سکه ورور د مسکا او د ژړا دی

عشق :د لویو فریادنو یو تفسیر دی

 

عشق :د متن یوسفي ، زُلیخا شرحه

عشق :د واړه کتابونو یو تفسیر دی

 

عشق :بیا څه دئ؟لیوني پرې  عاشقان

عشق :د ډیرو ارمانونو یو تفسیر دی

 

عشق :ثاقبه !ستا د سترګو زاویو کې

عشق :د ورکو تصویرنو یو تفسیر دی

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button