(کابل ټکی کام ۱۳۸۷ غبرګولی ۱۷)
د امریکا واشنګټن ټایمز مجلې د جنرال نیکولسن وروستۍ څرګندونې او د افغان چارواکو د سپیناوي په هکله مقاله خپره کړې.
ورځپاڼه لیکي؛ جنرال جان نیکولسن څو ورځې وړاندې په امریکا کې یوه خبري کنفرانس ته د تلیفون له لارې وینا کوله، چې د افغان ځواکونو د پیاو تیا او د وسلوالو مخالفینو د ځپل کیدو بیسارې ادعاوې یې وکړې هغه څه چې د افغان چارواکو وروستیو څرګندونو کې ظاهراً بیرته رد شوې .
ورځپاڼه زیاتوي؛ که څه هم نیکولسن د پرمختګونو خبر په ډیر شد او مد تکرار کړه، خو د کورنیو چارو د وزارت چارواکو بیا اعتراف وکړ چې دوی هیڅ کوم پرمختګ نه لري او د طالبانو سږني عملیات د تیرو څو کلونو په نسبت تر ټولو توند او ورانونکي دي.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش وویل؛ موږ عملاً په ۱۴ ولایتونو کې په یوه سخته جګړه کې ښکیل یو، په ورځنۍ توګه لږ تر لږه ۵۰ تنه تلفات لرو او د پرمختګ پر ځای لا هم په دفاعي لیکو کې قرار لرو.
ورځپاڼه وړاندې لیکي؛ د کورنیو چارو د وزارت د دې سپیناوي سربیره د امریکا د پنټاګون ویانده دانا وایټ وایي؛ طالبان سږکال ځپل شوي ، سیمې یې له لاسه ورکړې او په سخت حالت کې قرار لري، هغه ادعا چې ظاهراً یې یواځې هڅونکې او شعاریزه بڼه یې درلوده.

د ویلسن په اکاډمۍ کې د جنوبي اسیا د برخې څیړونکي مایکل کوګلمن ورځپاڼې ته ویلي؛ له بمباریو او عملیاتو سره سره د طالبانو د پرمختګونو لوی علت دا هم دی چې حکومت په خپل منځي جنجالونو کې ښکیل او د ولسونو ملاتړ یې له لاسه ورکړی، هغه قوت چې طالبان یې لا هم کلک ملاتړ له ځانه سره لري.
د نوموړي په خبره، حکومت له داخل څخه ځپل شوی، خلکو ته د کاري زمینو د پراختیا او د امنیت د ټینګښت په ژمنو کې پاتې راغلی، نو د دې وړتیا نه لري چې ثابته کړي دوی د طالبانو په نسبت د خلکو لپاره ښه بدیل او ځای ناستی دی.

















