امریکا: لسګونه هغه وسایط مو ویجاړ کړي چې طالبانو له افغان ځواکونو نیولي و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۷)
د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې لسګونه هغه هاموي ټانګونه یې په نښه کړي، چې طالبانو په دې وروستیو کې له افغان پوځیانو نیولي و.
د امریکا د پوځ یوې ډګرمنې‘ مارتن اوډونل‘ ؛ په تېرو څو کلونو کې وسله والو طالبانو ۴۰ هاموي ټانګونه چې له افغان ځواکونو څخه نیولي و، په نښه کړي.
هغې نه دي ویلي چې دا هاموي ټانګونه یې په کومو سیمو کې له منځه وړي خو زیاته کړې یې ده چې له منځه وړل شوي د تیرو څو کلونو ټانګونه و، چې دې ډلې ترې کار اخیسته.
امریکایي پوځ له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغان پوځ ته ۹۵۰۰۰ وسایط اخیستي چې په ټوله کې د پوځ پر جوړولو ۸۰ میلیارده لګښت راغلی.
باید وویلی شي چې طالبانو په وروستیو څوکلونو کې سلګونه پوځي موټر، لسګونه زره میله سپکې او درنې وسلې او بې شمیره مهمات له افغان ځواکونو نیولي چې د افغان حکومت د چارواکو له قوله؛ په اوسمهال کې د جګړو په ډګرونو کې د طالبانو اتکا پر هغو وسایطو او مهماتو ده چې له دولتي ځواکونو یې نیولي.
د امریکایي رسنیو په استناد؛ د هر هاموي ټانګ بیه ۷۰۰۰۰ ډالره ده او اوس هم سلګونه عرادې رینجر او هاموي ټانګونه د طالبانو په لاس کې دي.
د ولسي جرګې غړي وایي؛ طالبانو د الخندق په نامه د سږنیو عملیاتو له پیله د هیواد په ګوټ ګوټ کې تر سلو ډیر پوځي موټر نیولي .
په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازی داود قهرمان وایي ، د دې ولایت کې په تشکیل کې شاوخوا ۷۰ هاموي ټانګونه شته چې ۳۶ یې یواځې د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلي.
د جرګې ډیری غړي اوس پر دې باور دي چې د افغان ځواکونو لویه برخه وسله اوس د طالبانو لاس ته لویدلې او له همدې کبله یې د پرمختګونو ساحه هم ورځ تر بلې په پراخیدو ده.
د امریکا د سرپلټونکې ادارې (سیګار) مشر هم مني چې د افغان ځواکونو د تجهیزاتو لویه برخه د وسلوالو ډلو لاس ته ورغلې او په دې برخه کې یې د پړې ګوته د امریکایي چارواکو ناسم مدیریت او ناکامې تګلارې ته نیولې



