د یوه اخلاصمن مجاهد بېخي نادره کیسه

نعمان منلی
مسلمة بن عبد الملک رحمه الله د هغه ستر اسلامي پوځ قومنده په غاړه لرله چې د رومیانو یوه ستره کلا یې محاصره کړې وه. خو هغه کلا دومره پخه او مزبوته وه دومره دنګ ديوالونه او پخې مورچې یې لرلې چې د مسلمانانو محاصره چنداني اغېزمنه نه وه او مسلمانان د محاصري حالت کې دښمن سخت او کاري ویشتل.
د الله د لاري یو سپېڅلي مجاهد دې حالت سخت زوروه، نو د یوه داسې کار اراده یې وکړه چې هغه ظاهراً ناشونی بریښیده، هغه داسې چې د کلا د دروازې خواته یې په توره شپه کې یو غار جوړ کړ، سبا چې مجاهدینو برید پیل کړ، دی د هغه غار له لاري کلا ته ننوت او په ډېره چټکه توګه یې د کلا دروازه خلاصه کړه. مجاهدین په کلا ننوتل، کلا کې یې د ننه مهم ځایونه ونیول او د تکبیر د ملکوتي چیغو په شور او زوږ کې یې په رومیانو برید پیل کړ او په دې توګه کفار خورا ژوبل شول او هغه ستره کلا فتحه شوه.
له فتحي وروسته د لښکر مشر مسلمه بن عبد الملک پخپل لښکر کې اعلان وکړ چې کوم کس کلا کې غار جوړ کړی و هغه دې ما ته راشي چې زه انعام ورکړم. له اعلان وروسته هغه ته څوک ورنه غی، دوه دری ځله بیا مسلمه خپل اعلان تکرار کړ خو څوک نه ورتی. اخیر یې اعلان کې وویل: کوم مجاهد چې کلا کې غار جوړ کړی هغه په قسم بندوم چې خامخا دې زما سره وویني.
د شپې بو مول وهلی سړی د لښکر مشر خېمې ته ورننوت، مسلمه ورته وویل: کلا کې غار تا جوړ کړی و؟! سړي وویل: هغه کس ستا د قسم لامله راغلی خو په دریو شرطونو به تا ته ځان درښیي، مسلمه وویل: شرطونه منم، هغه کوم دي؟! سړي وویل: د نوم پوښتنه به یې نه کوې، د مخ لوڅولو غوښتنه به نه ورنه کوې او انعام به نه ورکوې، وروسته یې ورته وویل: هغه زه یم! په دې سره مول وهلی مجاهد د مسلمه له خېمې ووت او د شپې په توره تیاره کې د لښکر په خېمو کې ورک شو!
د لښکر مشر مسلمه بن عبد الملک خپله خېمه کې هک پک او وازه خوله پاته شو، ستونی یې غریو ونیو، له سترګو یې اوښکې روانې او په سلګو شو. مؤرخين لیکي: مسلمه بن عبد الملک به چې له دې وروسته لمونځ کوه د لمانځه سجده کې به یې دا دعا کوله: اللهم احشرني مع صاحب الثقب. یا الله د اخرت په ورځ مې کلا کې غار جوړوونکي سره راپورته کړه.



