(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۷) د افغانستان لپاره د امريکا د مرستيو د څار ځانګړې اداره “سيګار” وايي، افغان دولت د فساد پرضد د جوړې شوې تګلارې د عملي کولو وړتيا نه لري او په دې برخه کې ډيرې نمګړتياوې شتون لري.
سيګار په خپل وروستي راپور کې د افغان دولت د فساد ضد مبارزه په نړيوال معیار برابره نه بولي زياتوي چې د فسادضد ادارې د لازمو امکاناتو او امنيت نه شتون، د پلټونکو ادارو او د لويې څارنوالۍ واک نه روښانتيا چې تر ډېره د یو بل په چارو کې لاسوهنه کوي، د پلې کوونکو ادارو له خوا د زورواکو کسانو پلټنې نه کول، محکمې ته یې نه راکاږل او سزا نه ورکول، د فساد مخنیوي لپاره جوړو شویو ادارو کې د نا اهلو او فاسدو کسانو شتون، د افغانستان پارلمان د فساد ضد اصلاحاتو د ملاتړ نه لرل هغه پنځه ننګونې دي چې افغان دولت ورسره لاس او ګرېوان دی.
سربيره پر يادو ننګونو چې سيګار پر خپل راپور کې ذکر کړې ويلي يې دي چې د فساد ضد تګلاره کې پنځلس وزارتونو ته ډيره پاملرنه شوې او هغه چې تر ټولو لوی او مهم (دفاع وزارت) دی د فساد په مخنیوي کې يې له پامه غورځولی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت څخه تر دې مخکې د فساد راپورونه ورکول شوي چې د دغه وزارت په قراردادونو کې فساد تر لوړې کچې رسېدلی او هيڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.


















