(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۷) د غزني امنيتي مسئولین وايي، د دغه ولايت له نوولس ولسواليو څخه يواځې درې “مالستان، جاغوري او ناور” ولسوالۍ نسبي امنيت لري او پاتې ټولې ولسوالۍ تر سخت امنيتي ګواښونو لاندې دي او يا هم جګړې پکې روانې دي.
دغه څرګندونې د غزني ولايت نوي امنيه قومندان فرید مشعل په خپلو څرګندونو کې وکړې او زياته يې کړه د خيالي پوليسو شتون دغه ولايت کې نا امني او بې ثباتي زياته کړې ده.
د مشعل په خبره، د دغه ولايت د پوليسو په تشکيل کې يو زر سل خيالي پوليس شتون لري خو تنخواګانې يې اخيستل کېږي.
مشعل وايي، د پوليسو په تشکيل کې خيالي پوليس له دې هم ډېر دي خو زياتوي چې تر دې دمه يې يواځې د يادې شمېرې په اړه کره معلومات پيدا کړي او د نورو لټون روان دی.
هغه وويل، په غزني کې د کمزوري مديريت له کبل دغه ستونزه دوام لري چې د سلګونو خيالي پوليسو پيسې او اعاشه شخصي جیبونو ته ځي او ورکېږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش هم د پوليسو په تشکيل کې د خيالي پوليسو شتون مني خو وايي دغه ستونزه يواځې په ليرې پرتو ولسواليو کې کې شته.
شاوخوا يونيم کال مخکې هم د غزني ولايتي شورا د پوليسو په تشکيل کې د ديارلس سوه خيالي پوليسو راپور ورکړی و.
په عين حال کې د ولايتي شورا غړی نصير فقير وايي، ځيني کسان په فساد کې ښکېل دي او د پوليسو امتيازات خپلو جيبونو ته اچوي، اعاشه او تنخواګانې يې غلا کوي او د دغه ولايت امنيتي وضعيت يې له ګواښ سره مخ کړی دی.
غزني يو له هغو ولايتونو دې چې د شاوخوا ولايتونو په پرتله پکې طالبان ډېر واکمن دي او د چارواکو د وينا له مخې چې يواځې درې ولسوالۍ يې تر يوې کچې د دولت تر حاکميت لاندې دي، په پاتې ټولو ولسواليو طالبان واکمن دي.
هېره دې نه وي، چې طالبانو په غزني کې له نږدې يوې نيمې مياشتې راهيسې د پکتيکا لاره د دولتي ځواکونو او منسوبينو پر مخ تړلې ده چې وخت ناوخت يې حکومت د خلاصولو هڅه وکړه خو لا هم نه دي بريالي شوي.


















