د افغانستان زعفرانو يو وار بيا په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۷) د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسئولین وايي، د افغانستان زعفرانو د څلورم ځل لپاره هم د کيفيت له پلوه لومړی مقام کړ.
د یاد وزارت وياند اکبر رستمي وايي، په بلجيم کې د کيفيت په لحاظ د افغانستان، ايران، هند او يو شمير نورو هېوادونو زعفران نندارې ته کېښودل شوي و چې د افغانستان هغه يې په لومړي مقام کې راغلل.
د رستمي په وينا، د زعفرانو د کرلو سره د خلکو علاقه زياته شوې او کرنې وزارت په پلان کې لري چې په ټولو ولايتونو کې ۲۴۵متريک ټنه د زعفرانو تُخم په بزګرانو وويشي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال په ټول افغانستان ۱۰،۶ ټنه زعفران توليد شوي و خو د مسئولینو په وينا ښايي په روان کال کې د تېر کال په پرتله د زعفرانو په توليداتو کې زياتوالی راشي.
د افغانستان زعفران چې په وروستيو کې يې د هېواد په ټولو ولايتونو کې کښت پيل شوی، له تېرو څلورو کلونو راهيسې په نړيواله کچه لومړی مقام خپلوي.



