سوداګرۍ خونه: نا امني د پانګونې پر وړاندې لوی خنډ دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۷) د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي ډيری سوداګر ليواله دي چې په افغانستان کې خپله پانګونه وکړي خو زياتوي چې نا امني د پانګونې پر وړاندې لوی خنډ دی.

د یادې خونې وياند صيام الدين پسرلی وايي، د افغان پانګوالو سربيره د ترکيې، ایران، چین، هندوستان او پاکستاني پانګوال خوښوي چې د معدنو، کرنې او انرژۍ د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي خو زياتوي چې په هېواد کې نا امنۍ، انسان تښتونې، چاودنو او سرتيرو بريدونو له پانګونې زړه توري کړي دي.

د پسرلي په وينا، په هېواد کې درې نړيوال نندارتونونه د دې له کبله لغوه شول چې امنیت نشته.

هغه وويل، حکومت او امنيتي مسئولين دې د امنيت په راوستلو کې جدي اقدام وکړي ترڅو سوداګر په هېواد کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

د سوداګر خونې چارواکي وايي، د وروستيو نا امنيو له کبله سوداګرو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پانګونې کچه کمه کړې او آن ځينې سوداګر هڅه کوي چې خپلې پانګې بهرنيو هېوادونو لکه قزاقستان، متحده عربي اماراتو او ترکيې ته انتقال کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button