چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

يو پاو او يو کيلو اوربند

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 10, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
439
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

اشرف غني د اختر د خوښويو په پار اته ورځنی اوربند اعلان کړ او طالبانو بيا دغه اوربند ته تر غني زياته کلکه غيږه ورکړه. طالبانو په دې کار سره زباد کړه چې که اشرف غني يوه لويشت د وطن او ولس ارامۍ ته ورنژدې کيږي، دوی څلور لويشتې ترې وړاندې ځي.
په عنوان کې له يو پاو څخه د غني اوربند او له يو کيلو نه د طالبانو اوربند مراد دي، دا ځکه چې د اشرف غني په اعلان کې يوازې ډزبنديز ياد شوی، اما د طالبانو په اعلاميه کې مو تر دې ډير څه وليدل او راته واضحه شوه چې دوی تر بل هر چا زيات د سولې ارمانجن او د هيواد او ولس ثبات او سوکالۍ ته ژمن دي.
غني ډز بند کړ، خو طالبانو نه يوازې ډزبنديز اعلان کړ، بلکې د بند دروازه يې هم خلاصه کړه. غني د خارجي عسکرو اړوند، چې د شتون له امله يې همدا ناخوالې وينو، هيڅ نه دي ويلي، مګر طالبانو د معمول په څير د اوربند په اعلاميه کې هم د اشرف غني په شمول ټولې نړۍ ته يو ځل بيا ښکاره کړه چې دې بدمرغو جګړو ته اشغالګرو مجبور کړي دي؛ ځکه خو به يې د اختر په شپو کې هم په وژلو سرپه ونه کړي.
د اشرف غني او طالبانو دواړو دغه نيک اقدام د بې بها ستاينې وړ دی، خو تر دې هم زيات جانبينو ته ښايي چې دې د خير کار کې يو له بله ځان مخکې کړي او په جګړه ځپلي ولس لورولې دا څو ورځنۍ خوشحالۍ په تلپاتې خوښيو بدله کړي.
ګمان نه کوم چې د طالبانو په بنديخانه کې دي له جنايي او سياسي بنديانو پرته بل بې ګناه وګړی بندي وي او يا دې د محکمې له سزا ورکولو وروسته هم څوک پکې ساتل شوی وي، خو د غني زندانونه چخ په چخ له مظلومو کليوالو ډک دي او په سلګونو داسې سياسي بنديان هم پکې بې پوښتنې پراته دي چې د بندونو مودې يې کلونه وړاندې پوره شوې دي.
غني هم بايد له طالبانو د وړاندې کيدو هڅه وکړي، بايد په خپلو رګونو د افغاني او پښتني غيرت وينه وبهوي او په خپل ټول غيرت سره په خپله ځانګړې لهجه اعلان کړي، چې د هغو بنديانو خلاصون هم د دې اوربند برخه ده چې د دوسيو له څيړلو پرته د پلچرخي د تورو تمبو شاته پراته دي او يا د ده په امر د محاکمو له سزا ورکولو وروسته يو ځل بيا پرې د باګرام زندان ډک شوی.
غني هم بايد ځان ته غيرت ودروي او له طالبانو په سخته لهجه او واضحو جملو خارجي جګړه مارانو ته ډانګ پېيلی ځواب ورکړي او ورته ووايي چې نور دلته ستاسې حضور له زغمه وتلی، نور مو په دې بې چاره ولس د تورو الوتکو بې رحمانه بمبارونه او وحشيانه چاپې د منلو نه دي او نور موږ نه غواړو چې افغاني ابرو مو ستاسې له کرغيړنو خړو بوټونو لاندې شي.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

مخکینې مطلب

جګړه بس ده؟!

بل مطلب

له کلونو ورک عسکر جان به کور ته راشي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com