لاړلې دغرب دکلیسا سندرې ګونګې شوې

شعر/ ذاکرمهاجر

بیا یې حماسه داریانا دزنې خال کړه
ګوره چې سینه یې داورو مخې ته ډال کړه

ګرځي ملاتړلی تورو غرونو کې ملنګ غازي
خلاص یې له لیوانو زموږ دستړي ژوند غزال کړه

عشقه دا رښتینی لیونی دهیریدو نه دی
چا چې ازادۍ لیلا په وینو استقبال کړه

وویاړه شهیدې ناهیدې ګوره غازي جانان
خپله شمله ستا دقبر شناختې ته دسمال کړه

ستا زخمي ټپو ته یې میونده ځواب ووایه
هغه ده نیزه یې دشیطان په سینه ټال کړه

ووایه تاریخه چادې زړه کړې ډېوې بلې کړې
چا دې تورو شپو ته د زړګي وینه مشال کړه

لاړلې دغرب دکلیسا سندرې ګونګې شوې
چیغه دجهاد یې په لینده کې سُر اوتال کړه

ځار یې شم له سپینه لاسه توره یې قربان شمه
ماته یې نړۍ دمنترونو د دجال کړه

خاورې دقدم یې په لیمو ذاکره ځکه ږدو
زموږ دا مید حوره يې ښایسته په زرین شال کړه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button