سیداکبرآغا: حکومت دې د طالبانو په څیر هر اړخیز اوربند ته چمتوالی ونیسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۰)

 

د خلاصون لارې د شورا مشر سید اکبر آغا وایی؛ حکومت باید د طالبانو په څیر د اوربند سره ټولې تړلې چارې په پام کې ونیسي .
هغه زیاتوي؛ دطالبانو له خوا په اعلان شوي اوربند کې حسن نیت موجود دي او په خبره یې چې په تضمین سره د جنګي بندیانو آزادول او د دولت نظامي او ملکي چارواکو ته په ډاډمنه فضا کې د اختریزو خوښیو د تیرولو په موخه هغو ساحو ته د تګ اجازه ورکول چې د طالبانو تر واک لاندې دي، د ستاینې وړ ګام او ښه وړاندیز ده.

اکبر آغا وایي؛ ولسمشر هم باید ورته ګام اوچت کړي د بندیانو د خلاصون موضوع تر ډیره مهمه ده او حکومت به وکړی شي په دې توګه لوی ملاتړ هم ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي چې که حکومت دا چاره عملي نه کړه او د بندیانو د خلاصون مسئله یې مهمه ونه بلله، ښایي د طالبانو اعلان شوی اوربند د ولسمشر غني اوربند تر سیوري لاندې راولي.

باید وویل شي؛ چې باید وویل شي چې ګډحکومت د روژې له ۲۷ د اختر پنځمې او طالبانو د اختر درۍ شپې اوربند اعلان کړی.
طالبانو له خپل اوربند څخه نړیوال ځواکونه او حکومت بیا د داعش او القاعده ډلې مستثنا کړې.
د دې تر څنګ طالبانو ټولو نیول شویو دولتي کسانو ته هم د خوشې کیدو اعلان کړی په دې شرط چې بیا به د دولتي ځواکونو لیکو ته نه ورځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button