غزني کې چاودنې لس ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۱) د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې په ځمکه کې د خښ شوي ماين د چاودنې له کبله لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د ولايتي شورا غړی نصير احمد فقيري یو تلویزيون ته ويلي، د ملکي وګړو يو موټر چې د غزني له ښاره د اجرستان ولسوالۍ ته پر لاره و، د جغتو ولسوالۍ په جرمتو سيمه کې پرې چاودنه شوې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د هغه په خبره، په دې چاودنه کې د پوهنتون شپږ زده کوونکي وژل شوي او څلور تنه نور سخت ټپيان دي.
ويل کېږي، دغه زده کوونکي د اختر رخصتيو تيرولو لپاره کورونو ته پر لاره وه چې له يادې پېښې سره مخ شول.
تر اوسه معلومه نه ده چې چاوده د چا له خوا او د څه هدف لپاره ترسره شوې ده او تر دې دمه يې مسئوليت هم چا په غاړه نه دی اخيستی.



