تل لپاره اوربند !!!
لیکوال: محمد زبیر هاشمي
د اوربند لامله دهر افغان په شونډو مسکا پرته ده او خوښې ښکاره کوي ؛ راځئ چې تل لپاره د اور بند ګامونه واخلو او لاملونه يې پیدا کړو چې څنګه افغانان له دغې بل شوي اور څخه وژغورل شي.
دجګړي بندېدو لپاره ځني افغانانو نه ستړي کیدونکي کوښښ کوي چې څنګه د سوله راشي ؟ دغې ارمان لپاره پرلتونه کوي خو بیاهم نتیجه يې نه دې ترلاسه کړي، وجه پکې داده چې دوی د سولې اصلي لامل نه پژني او یا يې پژني خو یو څو ډالرو يې سترګی پټي کړي دي .
دغه پرلتیان داسي فکر ولي نه کوي ؟
چې افغانو باندی چا اور بل کړی دی؟
اوڅوک دغه جګړې اور مړکیدو ته نه پریږدی؟
او دوام ورته ورکوي .
کله چې پرلتیانو داسي فکر وکړي نو د دوی د پرلت ساحه به ډیره پراخه شي او ستړیا يي به يي نتیجه ورکړي .
پرلتیان بیا هغه چانه د سولې غوښتنه کوي چا چې دغې خاورې خلکو لپاره خپلې غوښې نزارنه کړي دي.
داخبره ټولو ته د لمر په شان روښانه ده چې افغانانو باندی دجګړی اور امریکا بل کړی دی او نه غواړي دغه بل شوی اور ووژل شي.
ایا د امریکا په شتون کې افغانان به د سولې په درشل کې پښه کیږدلو کې به کامیاب شي ؟؟؟
نه هیڅکه کله نه !!
ځکه امریکایانو دافغانانو خاروه اشغال کړی دي او امریکایان کوښښ کوي چې افغانان غلامان کړي ، خو دوی ته پته نشته چې افغانانو په تاریخ کې د چا غلامې نه دی کړی .
که یو څو دانې بې ضمیره او په پیسو پلورل شوی افغانان دوی ته دغلامې سر ټیټ کړی دی، خو امریکا په دې ښه باید پوهه شي چې اشغالګرو ته ټولو افغانانو سرونه نه دی ټیټ کړی بل کې ښکیلاګروته يې غاښ ماتونکي ګزارونه ورکړی دی .
افغانانو ته په کار دي چې ټول په یوغږ او په یو اواز سره دامریکا مخالفت اعلان کړی او دغه خاوره د دوی د فاسدو قدمونو څخه پاکه کړي.



