له اوربنده د امریکا اوافغان حکومت موخې او د طالبانو معقول اقدام

لیکوال: عطاءالله مبارز
وړمه ورځ د کابل د بې واکه ادارې مشر اشرف غني د یوخبري کانفرانس له لارې د طالبانو سره یو مؤقت یو اړخيز اوربند اعلان کړ چې په وینا یې د روژی له(۲۷) نیټې شروع او د کوچني اختر تر پنځمې ورځې به دوام وکړي.
په ښکاره افغان حکومت څرګندوي چې یاد اوربند يې د ښه نیت له مخې اعلان کړی؛ خو که لږ په ژور نظر تحلیل وشي ښکاری چې دا هم په افغانستان کې د امریکا د ماته خوړلی جنرال نېکولسن د هڅو يوه برخه ده، چې غواړي په طالبانو د افغان ولس باور ختم کړي او وښیی چې طالبان په جګړه ټینګار کوي.
د همدې هڅو په دوام څو ورځې مخکې د امریکا د سفارت او افغان حکومت په غوښتنه د لویې جرګې په تالار کې د درباري عالمانو يوه غونډه تر سره شوه، چې په ترڅ کې په خورا سپين سترګی او له واقعیتونو په سترګو پټولو، د حکومت له لوري تیاره جوړې شوې فتوی صادره کړه.
ياده فتوا کې د اشغال په وړاندې د افغان ولس مشروع مقاومت ته ناروا وویل او سپيڅلی جهاد په فساد تعبیر شو او د امریکا په مشرۍ اشغال، بمبارد، وژنې، نیونې او ځورنې یادې هم نشوې.
که څه هم د افغان حکومت، اشغالګرو او د دوی اجیرو رسنیو د دې فتوا تود هرکلی وکړ او یاده فتوا يې د افغان بحران د حل لپاره يو ستر ګام وباله؛ خو د هيواد حقانی عالمانو او وطن مینو شخصیتونو یاده ناسته يو اړخیزه او غیرمنصفانه وبلله.
د اوربند په اړه د اشرف غنی له اعلان وروسته په افغانستان کې امریکایي او ناټو اشغالګرو عسکرو هم ظاهرا یاد اوربند ته ژمنتیا وښوده ؛ خو د اوربند له اعلان څخه څوساعته وروسته اشغالګرو امریکایي اواجیرو عسکرو په ختیځ ولایت ننګرهارکې دخونړیو عملیاتو په مهال زمونږڅلور بی دفاع مظلوم هیوادوال چې د رسنیو په وینا د یوې کورنۍ غړی و په شهادت ورسول، همداشان په غزني اولوګرکې هم امریکایي اواجیرو عسکرو دملکي افغانانو په کورونو خپلو شپنیو چاپو او ړندو بمباریو ته دوام ورکړی چې په پایله کې یی په لسګونو بی دفاع هیوادوال شهیدان اوزخمیان شوی اودالړۍ لاروانه ده، ټول پوهیږو چې په کابل کې دتش په نوم علماؤلخوا دډالری فتوا تراعلان وروسته داشرف غني داروبند اعلان هم د ملت غولولو لپاره په کاراچول شوی دامریکایي سفارت پروژه ده چې غواړي اولس ته وښيی چې ګواکی اشرف غني سولې ته ژمن دی. او په مقابل کې طالبان په جګړه ټینګار کوي.
خو طالبانو په يو بيساري معقول اقدام سره دا څرګنده کړه چې دوی د رښتونې سولې او افغان ملت د هوساينې لپاره تر هرچا زيات ژمن دي.
طالبانو د اختر د دريو ورځو د اوربند ترڅنګ د ښه نيت او د افغان ملت د خوښۍ لپاره ځينې نور ګامونه واخيستل، د دولت نظامي او غير نظامي کارمندانو ته يې ډاډ ورکړ چې د اوربند په موده کې د دوی تر واک لاندې سيمو ته له هر ډول خطر پرته سفر کولای شي.
بل دا چې هغه افغان عسکر چې له طالبانو سره د جګړو پرمهال نيول شوي له تضمين وروسته له بنده ازادوي. د طالبانو دا اعلان له پراخ ولسي هرکلي سره مخ شو.
طالبانو په ډېره ځېرکتیا د امریکا او افغان حکومت هغه پلان شنډ او د ځان په ګټه ترې کار واخيست، چې د طالبانو د منزوي کيدو لپاره پرې امريکایي او افغان حکومتي چارواکو له ډېره وخته کار کړی و.



