(کابل ټکی کام چهار شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل):
د افغانستان ګډ حکومت اجرائیه مشر غبرګ عبدالله د شانګهای سازمان په غونډهکې ګډون وکړ او د خپلو خبرو پر مهال يې سيمې له هېوادونو څخه وغوښتل، چې دموجوده اقتصادي موقع څخه دې ګټه پورته شي .
همدارنګه ډاکټر عبدالله عبدالله په دغه غونډه کې د دايمي عړيتوب غوښتنه هم وکړه، وويل چې افغانستان ته دې په دغه تړون کې غړيتوب ورکړل شي .
دغه راز عبدالله په خپل درې ورځني سفر کې د چين لومړي وزير په ګډون د روسيې، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان له لومړيو وزيرانو سره ګټورې لېدنې هم ترسره کړې .
نوموړي د افغانستان او سیمې پر اوسني وضعیت سربېره له یادو هېوادونو سره په دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، له اقتصادي فرصتونو ګټه پورته کول او ګډامنیتي ګواښونو سره پر مبارزې خبرې وکړې.
د اجرائیه رئیس خپرپاڼه وايي؛ چې عبدالله عبدالله د شانګهای په کنفرانس کې له ګډون وروسته هيواد ته راستون شو او په ياده غونډه کې يې د افغانستان د ايمي غړيتوب غوښتنه هم وکړه.
د خبر پاڼې په وینا عبدالله دغه راز د غونډې برخوالو ته په خبرو کې وويل چې نور د خبرو او ژمنو وخت نه دی، باید ټول غړي هېوادونه خپلې ژمنې عملي ډول پلې کړي، د سیمې د ثبات، پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره ګامونه پورته کړي .
د یادونې وړ ده چې د شانګهای سازمان په څوارلسمه غونډه کې چې په ګاونډي هېواد چين کې ترسره شوه، د افغانستان استازي په کې د ناظر په توګه موجودیت درلود.
سليم بریال


















