کابل ټکی کام ۲۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د عراق په مثنی ایالت کې سهار ۳بجې د نا پېژانده وسلوالو له خوا د قطر هېواد ۲۶ښکاریان تښتول شوي دي.
تښتوونکي په لسګونو پیک آپ ډوله موټرو کې راغلي وو، او د ښکاریانو په تښتولو سره په تېښته بریالي شول.
له بلې خوا یوه بله سرچینه اسوشیټډ پرس ته ویلي دي چې په تښتول شویو کې د قطر د واکمنې کورنۍ غړي هم شامل دي، خو د چا نوم یې په ډاګه نکړ.
د قطر چارواکو لا تر دې مهاله د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت د عراق له حکومت څخه د دوی د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې، او عراقي مقاماتو سره یې په دې اړه خبرې هم کړي دي.
د قطر دولتي اژانس (کیو ان اې) وايي چې یاد قطري ښکاریان د عراق د کورنیو چارو وزارت په اجازه سره دغه هېواد ته تللي وو.
یاد ښکاریان د بازانو په شمول بېلا بېل مرغان نیسي او هلته داسې مرغان او ژوي لاسته ورځي چې دوی یې پخپلو هېوادونو کې نشي ترلاسه کولی.
د خلیج د شتمنو هېوادونو څخه د ښکار په موخه او په همدی موخه دوی همېشه پاکستان، افغانستان، عراق او ځینو نورو هېوادونو ته د ښکار لپاره ورځي.
د یادونې وړ ده چې له یادو ۲۶قطري ښکاریانو له تښتونې څخه درې میاشتې وړاندې هم یوې بلې ډلې په بغداد کې د ترکیې د بیا رغونې د یو شرکت ۱۸تنه وتښتول، چې وروسته خوشي کړی شول.
















