شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home روغتيا

خرما او پر بدن یې اغېزې

Salim Başarı نشرونکی: Salim Başarı
دسمبر 16, 2015
کټګوریانې: روغتيا
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عطا محمد میاخېل :

خرما چې علمي نوم یې Phoenix dactylifera او په انګلیسي کې ورته Date وایي، ډېره لرغونې او پخوانۍ مېوه ده، چې نوم یې د مسلمانانو په سپېڅلي کتاب ( قرآن عظیم الشان ) کې ۴۲ ځله یاد شوی دی.

دا هم ولولئ

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ونې لوړوالی یې تر ۲۵ مترو پورې رسېږي، د وزر په څېر سترې پاڼې لري، ګلان یې مستطیل ډوله، چې د ساقې په وروستۍ برخه او د پاڼو ترڅنګه را څرګندېږي .

د دې مېوې د پیدایښت ځای په سمه توګه نه دی څرګند، خو ویل کېږي، چې د یادې مېوې ونه د لومړي ځل له پاره په بین النهرین او سعودي عربستان کې وکرل شوه .

دغه راز څېړونکي وایي، چې د خرما ونه د ځمکې پېژندنې په دویمه دوره کې پیدا شوې ده.

خرما ډېر ګټور خواړه دي، چې ډېرې معدني مالګې لري، لکه : ګوګړ فاسفورس، کلسیم، مګنیزیم او په ډېره پیمانه اوسپنه، یوه اندازه د B، A او C ویټامینونه، قندونه، سلولوز، البومین او شحمیات هم لري .

که له شیدو سره ګډ شي، نو انرژي لرونکي خواړه دي. شهوت ډېروي، پښتورګي او ملا پیاوړي کوي. اومه خرما اورۍ کلکوي او اسهال دروي. مګنیزیوم لري، نو د سرطان مخنیوی کوي.

د پالوانانو او سپورټ مینانو له پاره ګټور خواړه دي .

د اسلام ستر لارښود حضرت نبي کریم (ص) به خرما له سړو شیانو لکه بادرنګ، تره او …… نوره سره خوړله .

د خرما ونه بې شمېره خواص لري او کولای شو ووایو، چې د دې ونې له ټولو برخو څخه ګټه اخیستلی شو، یو عربي متل دی، چې وایي : د خرما ونې خواص د کال د ورځو په اندازه دي.

د خرما ونې له پاڼو څخه ټوکرۍ او له مېوې څخه یې شراب جوړېږي، لکه څنګه چې پوهېږو خرما یوازینۍ مېوه ده، چې په سارا کې شتون لري او د دې ونې طبیعت یې سارایي خلکو ته ورکړی دی، چې خپلې ټولې اړتیاوې ترې پوره کړي .

اعراب له ډېرې پخوا زمانې په دې باور وو، چې خرما د لمر انرژي زېرمه کوي او دا انرژي د خرما خوړلو په وسیله بدن ته لېږدول کېږي.

 په هر ۱۰۰ ګرامه خرما کې لاندې مواد شتون لري : ۱ ـــ پروټین ……………….. ۲ ګرامه ۲ ـــ مګنیزیم ……….. ۰/۲۶۲ ملي ګرامه ۳ ـــ سودیم ………………… ۴/۱ ملي ګرامه ۴ ـــ پوتاشیم ……………… ۷۵۴ ملي ګرامه ۵ ـــ ویټامین B1 ……….. ۰/۰۵۲ ملي ګرامه ۶ ـــ ویټامین B2 ……… ۰/۰۶۶ ملي ګرامه ۷ ــــ ویټامین B3 ……… ۱/۲۷۴ ملي ګرامه ۸ ـــ فاسفورس ……….. ۶۳۸ ملي ګرامه ۹ ـــ ویټامین C ……….. ۰/۴ ملي ګرامه ۱۰ ـــ ویټامین E ……… ۰/۰۵ ملي ګرامه ۱۱ ـــ ویټامین K ……… ۲/۷ میکرو ګرامه ۱۲ ـــ مس ……………. ۰/۲۱ ملي ګرامه ۱۳ ـــ سلفر ………….. ۵۱/۶ ملي ګرامه ۱۴ ـــ کلورین ………… ۲۹۰ ملي ګرامه ۱۵ ـــ فولیک اسید …….. ۱۹ میکرو ګرامه ۱۶ ـــ اوسپنه ………….. ۱/۰۲ ملي ګرامه ۱۷ ـــ ویټامین B6 …….. ۰/۱۶۰ ملي ګرامه ۱۸ ـــ پولاد …………… ۱/۶۱ ملي ګرامه ۱۹ ـــ خواږه …………. ۷۰ ګرامه ۲۰ ــــ انرژي ………… ۲۷۰ کالوري .

د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري خرما ډېرې ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي : ـــ معدې ته قوت ورکوي او بدن غټوي . ـــ وینه زیاتوي ـــ د بدن د کمزورتیا د له منځه وړلو له پاره باید په شیدو کې وخوټول شي او بیا دې وخوړل شي . ـــ ماغزه او زړه پیاوړی کوي . ـــ خرما یو پوټکی لري، چې د بدن د غوړو په راکمولو او د پروټینو په پوره کولو کې اغېزمن رول لوبوي . ـــ نویو څېړنو ښودلې، چې خرما غوسه او تاوتریخوالی لرې کوي او آرامتیا را منځته کوي. ـــ خرما د ملا درد او د غړو نارامتیا له منځه وړي . ـــ ویل کېږي، که چېرې په شیدو کې خرما وخوټول شي، نو سینه نرموي، د بډوډو درملنه کوي او د وېښتانو د تویېدو مخنیوی کوي . ـــ په تازه شیدو کې د خرما مخلوط د جنسي ځواک په لوړولو او پیاوړي کولو کې اغېزمن رول لري . ـــ په هغو سیمو کې، چې د دې مېوې مصرف زیات دی، دا مېوه کولای شي، چې د سرطان ناروغی مخنیوی وکړي . ـــ خرما د معدې اضافي تېزاب له منځه وړي، نو له همدې امله ټولو ته ګټوره مېوه ده .

مخکینې مطلب

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله له شنګهای نه بېرته هېواد ته راستون شو

بل مطلب

طالبه غم زما د سر د انتقام وکه

ځانګړي مطالب

خبرونه

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
روغتيا

د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه

نشرونکی: ح جلال
مې 31, 2025
خبرونه

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

نشرونکی: ح جلال
مارچ 2, 2025
روغتيا

د انسان د بدن لس نا اشنا حقایق

نشرونکی: ح جلال
اگست 6, 2023
افغانستان

تېر کال ۳۰۰۰ تنه افغانان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 7, 2023

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com