شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

عسکر جانه ورور مې شه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 13, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
971
ځلې شریک شوی
188
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

م، نجم الرحمن (فضلي)

د سولې او اوربند په خوشحاليو کې د طالب لخوا يوه بله عجيبه خوشحالونکې خبره هم شوې، د طالب مشر په اختريز پيغام کې مو وليدل چې عسکرو ته يې عجيبه بلنه ورکړې، وروڼه يې بللي، او د همدې ورور ولي لپاره يې يو ډير ساده او د هر عسکر په وس پوره شرط يې ورته وړاندې کړی.

دا هم ولولئ

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

طالب مشر په خپل اختريز پيغام کې ويلي (که عسکر له خارجي عسکرو دفاع ونکړي ورور مې دی) ډيره په زړه پورې، ډيره ګټوره، ډيره خوشحالونکې او له ترحم ډکه جمله ده.

په تيرو وختونو کې هم په خپل وخت عسکرو ته د طالب مشر لخوا همديته ورته بلنې ورکړی شوې، خو دا ځل د تير په پرتله دا بلنه ځکه ډيره په زړه پورې او خوشحالونکې ده چې يو طرفته د سولې او اوربند پريکړه بل طرفته د ورور ولي جوړولو لپاره د دومره ساده او په وس پوره شرط وړاندې کول ډير خوښی بښونکي دي.

زما په فکر د طالب مشر له دې بلنې وروسته عکسر ته او د هغه کورنی ته به کومه بله پلمه (بهانه) پاتې نوي، او هغه څه چې مونږ يې د عسکرو يا د دوی د کورنيو لخوا د پلمې په ډول اورو په لاندې ډول دي :

(۱) له يو شمير عسکرو اوريدل کيږي وايي مونږ مسلمان يو خو د اقتصادي مشکلاتو له وجهې اردو يا پوليسو ته ورغلي يو، له دوی سره به د مسلمانی خبر ومنل شي خو دا خبره چې د اقتصادي مشکلاتو له وجهې هلته ورغلي ځکه د منلو نده چې په هيواد کې په ميليونو هيوادوال اوسي، هغوی چې د نورو خواريو او مزدريو له لارې خپل اقتصادي مشکلات حل کوی شي اردو او پوليسو ته ورغلي ځوانان يې ولې نشي حل کوی.

عسکر جانه ! مټې ستړې کړه، بله خواري مزدوري وکړه، خولې توی کړه، الله تعالی مهربان ذات دی مشکلات به دې حل شي او روزي به دې پراخه کړي.

(۲) او د دوی دا خبره چې مونږ له هيواد څخه دفاع کوو، په روژه داره خوله به قسم درته وکړم چې له طالب سره په جګړه کې نه د هيواد دفاع شته نه له اسلامه دفاع شته، بلکې که يو څوک په دې عقيده ولري چې له طالب سره په جګړه کې له هيواد يا اسلام څخه دفاع ده د شرعي احکامو له مخې يې ايمان په خطر کې دی.

عسکر جانه ! په دې کې شک نشته چې تاسو ته به ډول ډول تبليغات شوي وي، خو که په شرعي احکامو ځان خبر کړی او معلومه کړی چې طالب د څه لپاره جنګيږي کيدی شي خپل ځانته په خپله اطميناني او قناعت بخش ځواب ترلاسه کړی.

 که دا درسره ومنم چې له طالب سره جګړه له هيواد څخه دفاع کول دي نو په قسم راته ووايی چې تاسو د خپلې دغې جګړې لپاره کوم شرعي يا عقلي دليل لری؟ که يې ولری بيا طالب ته پکار دي چې له خپلې تګلارې تير او وسله په زمکه کيږدي، بالمقابل طالب د خپلې جګړې لپاره په سلګونو قرآني، نبوي، فقهي او عقلي دلايل لري.

عسکر جانه ! قضاوت په خپله وکړه چې په دې ډول جګړه کوونکو کې کوم طرف ملامت او پړ درته ښکاري چې يو يې بې دليله او بل يې د الهي حکم له مخې کوي، که دې طالب پړ او ملامت وباله بيا خو هغه ته د قناعت ورکولو لپاره له هغوی سره شته دلايلو ته د ځان لخوا دلايل پيدا کړی، او که مو ځان ملامت وباله بيا نو سر له سبا له خپلو دندو تير او د خپل ژوند نورو دنيوي چارو ته مخه وکړی.

(۳) او ستاسو دا خبره چې طالبان د پاکستان خلک دي او پاکستان د افغانانو دښمن دی، زه به بيا د يوه افغان په صفت په ډير تاکيد سره درته ووايم ما چې تر اوسه څومره حالات او مطبوعات څارلي تراوسه مې زړه نده منلې چې پاکستان دې له طالبانو سره دومره نږدې دوستي ولري چې طالب به د ده په خوله افغان وروڼه ووژني، او يا طالبان دومره له اسلام او افغانيت وتلي راته ښکاره شوي وي چې دوی به د بل په خوله خپل مسلمان او افغان وروڼه ووژني.

عسکر جانه ! که له تا سره يې ومنم چې طالبان د پاکستان خلک دي، خو ته هم په ګريوان کې سر ښکته کړه چې تاسو د چا خلک ياست؟.

آيا پاکستان ستاسو تر شا له ولاړو يهودو او نصاری ؤ هم بد دی؟.

آيا پاکستان تراوسه ستاسو تر شا د ولاړو يهودو او نصاری ؤ په څير په ښکاره چيرته د افغانانو په عزت او ناموس تيری کړی؟.

آيا پاکستان تر نن ورځې ستا د ديرش لکو افغاني وروڼو عزت په خپله غيږ کې ندی ساتلی؟.

آيا پاکستان د روسي يرغل په وخت کې ستاسو په ميليونو افغان وروڼو او خويندو ته پناه ورنکړه؟.

آيا پاکستان ستاسو په ميليونو افغان وروڼو ته په خپل هيواد کې هر ډول اسانتياوې برابرې نکړې؟.

آيا په پاکستان کې تر نن ورځې ستاسو افغاني وروڼه هر ډول تجارتونه، دکانونه، موټر چلول، په مکتبونو او مدارسو کې بې له کومې ستونزې، بې له کوم سند لرلو، بې له کوم ټيکس ورکولو دا هر څه نکوي؟.

آيا پاکستان هغه هيواد ندی چې ستاسو د افغاني وروڼو ترڅنګ ستاسو پلرونو، نيکونو، ميندو، خويندو او وروڼو دلته پناه نوه راوړې؟

زما مطلب د پاکستان صفت کول ندي، زما له زړه يو الله خبر دی، خبره د حقيقت ده، او دا يو داسې حقيقت دی چې هيڅوک ترې انکار کولی نشي.

عسکر جانه ! په قسم راته ووايه که له طالب سره د پاکستان ملاتړ وي او له تاسو سره د يهودي، نصراني، امريکا او د څلويښتو نورو کافرانو ملاتړ وي کوم يو به ډير مجرم او ملامت وي؟.

عسکر جانه ! قضاوت په تا، پريکړه او قضاوت په خپله وکړه، د خپل سرنوشت په هکله خپله تصميم ونيسه خو په پای کې در په يادووم چې :

د امريکايانو د راتګ په لومړيو کلونو کې د طالبانو لخوا فدائي بريدونه صرف تر خارجي عسکرو محدود وو، په هغه وخت کې مونږ ندي آوريدلي چې طالبانو دې په داخلي عسکرو کوم فدائي بريد کړی وي.

خو دا مو په ياد دي چې په هغه وخت کې هم طالب درته ويلي وو چې له خارحي عسکرو دفاع مکوی له تاسو سره زمونږ کار نشته.

ډير کلونه يې په دې لار مزل درسره وکړ، خو کله چې ستاسو لخوا مايوسه شول او پوه شول چې تاسو له دې کاره تيريدونکي نه ياست دا ده اوس يې خپل فدائي بريدونه تاسو ته هم متوجه کړي دي.

عسکر جانه ! دا ځل د طالب مشر دې خبرې ته چې درته ويلي دي (که له خارجي عسکرو دفاع ونکړی وروڼه مې ياست) ښه په خلاصه غيږ يې استقبال وکړی، د تير په څير نور د هيچا په خبرو مه غوليږی، خدای مکړه که دا ځل هم په خپلو کړنو ټينګار وکړی کيدی شي په راتلونکي کې د طالب له سختو ګوزارونو سره مخامخ شی.

عسکر جانه ! نور په خپله ځواني او په خپله کورنی رحم وکړه، مور پلار، خويندې، وروڼه او خپل ګلالي ماشومان در په زړه کړه، او د هغې ورځې په غم کې چورت ووهه په کومه ورځ چې ستا بوره مور، کونډه ميرمن، يتيمان ګلالي ماشومان ستا د جنازې له کټه راتاو شوي وي، په تا کرغې وهي او تا له دوی څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې وي.

په همدې هيله

مخکینې مطلب

د ښار جوړونې وزیر او څلورو مرستيالانو يې استعفا ورکړه

بل مطلب

امریکا که د اور پرتوګ؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

امریکایي سناتور: کانګو ته د افغان کډوالو لېږلو پرېکړه ظالمانه او غیر اخلاقي ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
افغانستان

ذبیح الله مجاهد: افغانستان نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړېکو پراخولو هڅه کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

امریکایي سناتور: کانګو ته د افغان کډوالو لېږلو پرېکړه ظالمانه او غیر اخلاقي ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

ذبیح الله مجاهد: افغانستان نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړېکو پراخولو هڅه کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

امریکایي سناتور: کانګو ته د افغان کډوالو لېږلو پرېکړه ظالمانه او غیر اخلاقي ده

ذبیح الله مجاهد: افغانستان نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړېکو پراخولو هڅه کوي

بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com