سعودي عربستان نن ورځ په تمیر، سدیر ، شقراء،حایل، تبوک، ظهران،ریاض، مکه مکرمه ، مدینه منوره او قسیم ښارونو کې د میاشتې لیدلو ته ځانګړې کمیټې ټاکلې وې.

چې په لومړی ځل د مدینې منورې کمیټې د میاشتې د لیدلو شاهدی ورکړه، ورپسې عرب اماراتو او بیا د سدیر سیمې کمیټې وویل چې میاشت یې لیدلې.
همداراز قطر او عمان ، مالیزیا، اندونیزیا، سنګاپور کویټ، عراق او ګڼو نورو هیوادونو هم په یوه وخت د میاشتې د لیدلو خبر ورکړی
د پاکستان د رؤیت هلال کمیټې اعلان وکړ چې سبا اختر نه دی ، دپاکستان اختر به په شنبه وي
بنأً سبا د کوچنی اختر لومړۍ ورځ او د رمضان میاشت پوره ۲۹ ورځې شوه
اختر مو بختور شه
















