پروان: د احتمالي کاندیدانو د ساتونکو ترمنځ نښتې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۶)

د پروان ولایت څخه خبرونه وایي چې د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ د دو احتمالي کاندیدانو ساتونکو تر لفظي شخړې وروسته، پر یو بل ډزې کړې.
راپور زیاتوي؛ نښته د جبل السراج ولسوالۍ په مناره سیمه کې د اختر د لمانځه پر مهال رامنځته شوه.
د جبل السراج د ولسوال عبد الشکور قدوسي له قوله؛ په دې نښته کې له دواړو لوریو یو تن وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.
د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالمحفوظ ولیزاده پیښه تائیدوي خو په خبره یې چې د پیښې جزئیات به تر څیړنو وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button