‏هلمند: ګډوځواکونو پر ولسي خلکو چاپه وهلې ـ یو تن وژل شوی

 

به داسې حال کې چې د هیواد په ګوټ ګوټ د اوربند شیبې د افغان ښکیلو غاړو تر منځ په خورا خوځښت او ولولو سره روانې دي، پر همدې مهال د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ اړوند د خوجالیان سیمه کې امریکایي او افغان ځواکونو په ګډه د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپه وهلې.
له سیمې څخه ورکړل شوي راپورونه وایي؛ ګډو ځواکونو په دې چاپه کې یو کلیوال وګړی په مخامخ ډزو وژلی او دوه تنه نور یې ژوندي له ځانه سره وړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په شپه هم دولتي ځواکونو یو سیمیز طالب د پروان په ولایت کې داسې مهال وواژه، چې نوموړی د اوربند څخه په ګټه اخیستنې خپل کور ته تللی و.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اختر په شپو کې تر اوسه هیڅ امنیتي پیښه نه ده را منځته شوې.
د روغتونونو مسؤلین وایي، د اختر په شپو کې د طالبانو د اوربند په شپو کې د جګړو  له امله هیڅ ټپي نه ده ور وړل شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button