ننګرهار: د اوربند په تړاو راټولو شویو خلکو باندې چاودنه شوې

 

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۶)

له ننګرهار څخه راپورونه وایي چې، نن مازیګر پنځه بجې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ د غازي امان الله خان ښارګوټي کې طالبانو ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو د اوربند خوښي لمانځله چې زوروره چاودنه پرې شوې.
لومړني مالومات ښیي چې چاودنه د طالبانو پر موټر شوې چې په کې تر ۱۲ ډیر طالبان او ولسي کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی د پیښې په تائید سره وایي چې چاودنه د طالبانو په موټر کې د چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې او زیاتوي چې  د پیښې په تړاو به وروستي جزئیات وروسته رسنیز کړي.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې خو په یاد ولایت کې داعش ډله هم فعالیت  لري.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button