ترجمه : عبد الله صدیقی
لکه څرنګه چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم په ژوندانه کې الله تعالی دخلکو له شر څخه ساتلی و، همدا راز تر وفات وروسته هم هغه صلی الله علیه وسلم د الله تعالی ج په پوره حفاظت کې دی.
دتاریخ په اوږدو کې څلور ځلې درسول کریم صلی الله علیه وسلم مبارک جسم ته دضرر رسولو کوښښونه شوي خو ټول له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
ترټولو خطرناکه او مشهوره واقعه د سلطان نور الدین زنګی په زمانه کې پیښه شوه، دا هغه زمانه وه چې صلیبي جنګونو په منځنې ختیځ کې روان ول، بیت المقدس دصلیبیانو سره و، په مصر کې شیعګان واکمن وو.
سلطان نور الدین زنګي د تُرکي سلجوقیانو له نسل نه و دهغه نیکه آق سنقر د ساب یوب له قوم څخه و، نوموړی بیا د سلجوقي سلطان جلال الدوله ملک شاه غلام و، او همیشه به د سلطان سره ګرځیده .
سلطان نور الدین په کال 511 هجري کې دنیا ته سترګې غړولي او په کال 569 هجري که وفات شو، نوموړۍ په عدل او انصاف کې پوره نوم درلود ځکه دهغه زمانه دعدل او انصاف نه ډکه زمانه وه. خلکو ورته داسلام زمری هم ویل.
هغه د خپل پلار عماد الدین تر وفات وروسته دشام د حلب دښار حاکم او امیر شو بیا یی په تدريجي ډول خپل امارت وغځاوه تردې چې د شام ډیرې برخې د هغه تر ولکې لاندې راغلې، په همدې وخت کې صلیبانو خپل دوهمه ستره حمله په شام او نږدې اسلامي خاوره باندې وکړه چې سلطان دهغوی په کلکه مقابله وکړه. هغه ته دصلیبانو سره جنګیدل له پلاره په میراث پاتې و.
څه وخت وروسته سلطان وتوانید چې مصر له فاطمي شیعګانو هم وژغوري، او هلته سني مذهب يو ځل بیا نافظ کړي، دازهر مشهور پوهنتون چې فاطمي شیعګانو جوړ کړی و هغه یی یو اسلامی پوهنتون ته بدل کړ چې لاهم شته دی.
سلطان له ډیرو هڅو وروسته وتوانید چې شام او مصر سره یو کړي، یوازې بیت المقدس د صلیبانو تر ولکی لاندې و.
هغه په خپله زمانه کې تعلیم او روغتیا ته زیاته پاملرنه کړې وه، نظام یې په اسلامی اقدارو او د عدل او انصاف په قانون چلیدله چې له همدې سببه تاریخ پوهان هغه د راشده خلفاؤ په قطار کې راولي او ځینو خو شپږم راشد خلیفه بللی.
درسول کریم صلی الله علیه وسلم د مبارک جسد د پټولو ناکامه هڅه
علامه نور الدین سمهودي په خپل کتاب خلاصة الوفاء کې لیکلی : په کال 557 هجري کې سلطان عادل نور الدین زنګی ( چې کله دی په مصر کې و) یوه شپه درې ځلې رسول کریم صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولید ، سلطان به همېشه د شپې له خوبه پاڅیده او د تهجد لمونځ به یې کاوه، یوه شپه له تهجد څخه وروسته بیا ویده شو، په خوب کې ورته رسول کریم صلی الله علیه وسلم راغی چې هغه مبارک دوه ښکلو کسانو ته اشاره کوي او سلطان ته وایې چې ددغه دوه کسانو نه ما وساته، سلطان له خوبه وېریدلی پاڅید، اودس یې وکړ او دوه رکعته لمونځ یې اداء وکړ او بیا ویده شو. په دوهم ځل یی بیا همغه خوب ولید، را پاڅیده ، بیایی اودس وکړ او دوه رکعته لمونځ یې وکړ او بیرته ویده شو، په دریم ځل یی بیا همغه خوب ولید.
سلطان ته نور خوب پاتې نه شو، او فوراً خپل (هوښیار او زیرک وزیر) جمال الدين موصلي ته ورغی، هغه ته يې د مسلسل خوب کيسه بیان کړه، هغه ته یې وویل خامخا په مدینه منوره کې څه ناوړه حادثه پیښه شوي. همدا اوس مدینې ته روانیږو خو چاته حال مه وایه.
سلطان او وزیر له شلو لوړ پوړو قومندانانو سره يوځای مدینی ته روان شو، او له ځانه سره یې ښه پریمانه مال هم واخیست.
تر شپاړسو ورځو مزل وروسته دوی مدینې منورې ته ورسیدل
مدینې منورې ته تر داخيلېدو وړاندې یې غسل وکړ او بیا مسجد ته ولاړ هلته یی لمونځ وکړ او د روضه مطهره زیارت یی وکړ.
سلطان د مدینې په جومات کې کیناست ، په زیات شمېر کې خلک ورته راټول شول خو سلطان نه پوهیده چې څه وکړي؟
وزیر وویل : بیشکه سلطان درسول کریم صلی الله علیه وسلم زیارت لپاره راغلی او زیات مال یی هم له ځانه سره راوړي چې د مدینې په اوسیدونکو یی وویشي، نو تاسې خپل نومونه په یو لیست کې ولیکئ، او د مدینی منورې خلک را حاضر کړئ چې څوک د سلطان له ورکړې محروم پاتې نشي.
د مدینې منورې ټول خلک را حاضر شول، سلطان دوی باندې مال تقسیم کړ او ځینې خلکو ته به یی خصوصي تحفې هم ورکولې ، په دې ترتیب هر څوک چې به سلطان ته د مال اخیستو لپاره به مخته شو سلطان به د هغه مخ ته ځير کیده چې د هغو نښو څښتن پيدا کړي کوم چې رسول الله ورته په خوب کې ښودلی و، هغه نښې د سلطان په ماغزو کې سمې چاپ شوې وې.
څومره خلک هم چې سلطان ته د مال د اخیستو لپاره راغلل، ټولو مالونه ترلاسه کړل خو هغه دوه کسان یې په دوی کې پیدا نکړل.
سلطان پوښتنه وکړه : ایا داسې څوک هم پاتې دي چې مال یې نه وي ترلاسه کړی؟
خلکو وویل : نه
سلطان : ښه فکر او سوچ وکړئ.
خلکو وویل : یوازې د مراکش دوه کسان پاتې دي، هغوی له چا څخه هېڅ نه اخلي. دوی مالداران او نیک عمله خلک دي ، نور خلکو ته دوی خیراتونه ورکوي.
سلطان زړه ښه شو، امر یې وکړ : دواړه ماته حاضر کړئ.
دواړه دسلطان حضور ته راغلل، سلطان چې دوی ته وکتل ویې پیژندل چې دا همغه دوه کسان دي چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم په خوب کې ورته اشاره کړي وه.
سلطان : تاسې له کومه ځایه راغلي یاست ؟
مونږ د المغرب ( مراکش ) نه راغلي یو. مونږ حج ته راغلي وو بیا مو خوښه شوه چې مدینه منوره کې پاتې شو او دا مو غوره وګڼله چې په مدینه کې سکونت وکړو.
سلطان دوی ته وویل : ماته رښتیا ووایاست، د څه لپاره راغلي یاست ؟ دوی په ټینګار سره وویل چې مونږ یوازې دلته اوسیدو لپاره پاتې یو.
سلطان دوی نه وپوښتله : ستاسو د اوسیدو ځای چیرته دی؟
دوی جواب کې وویل : مونږ دحجرې شریفې سره نژدې اوسیږو.
سلطان دواړه ونیول او خپله ددوی د اوسیدو ځای ته ولاړ، هلته یی ډیر مال، دوه قران شریفونه او د وعظ کتابونه وموندل. څه د انتقاد وړ شی یې پیدا نکړ.
د مدینې منورې خلکو ددې دوو کسانو ډیر صفتونه وکړل چې دوی دخیر خلک دي او دلمانځه پابند دي. هره ورځ دوی دبقیع زیارت ته ځي او دهرې هفتې په ورځ د قباء جومات ته ځي.
سلطان نور هم حیران شو، او خپله ددوی په اوسیدو ځای کې ګرځیده تلاشي یې کوله. اخره کې ناګهانه ددوی دکور فرش اوچت کړ، څه چې ګوري هغه تر فرش لاندې یو لوی سرنګ یا څمڅه ده چې د روضې مبارکې طرف ته وهل شوې، خلک ددې په لیدو سره ولړزیدل حیران دریان شول.
سلطان دوی ته وویل : اوس رښتیا ووایاست چې دلته څه روان دي ؟ دوی په ټینګار سره هغه پخوانۍ خبره تکراروله، دحقیقت د معلومولو لپاره دوی تعذیب شول نو بالاخره يې اعتراف وکړ چې دوی عیسایان دي، د مراکشي مسلمانانو په جامه کې عیسایانو دوی راليږلي او پریمان مال یی ورکړی، چې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم جسد اطهر د خپل قبر شریف نه اوباسی پټه یې کړي او دوی ته یی ولیږدوي.
دوی دلته دروضه شریفه سره نژدې ځای نیولی و دشپې به یی په سرنګ کې کار کوله او دورځې به یی خاورې دبقیع هدیرې ته د زیارت په پلمه په خپلو مراکشي ډوله بیګونو کې وړل او دقبرونو منځ کې هواروله ترڅو خلک پوه نشي.
یوه شپه کله چې ددوی سرنګ روضه شریفه ته نژدې شو، اسمان سخت وغریده او وبريښده، او لویه زلزله را منځته شوه، خلک نه پوهیدله چې څه وجه ده؟
د همدې شپې په سبا، سلطان مدینې منورې ته ورسیده ، کله چې ددوی اصلی موخه او هدف سلطان ته معلومه شوه سخت یې وژړل ، الله تعالې ته یی د شکر سجده وکړه. او ددوی دسرونو د پریکولو امر صادر کړ. ددوی سرونه روضې شریفې سره نژدې دجمال په نوم پنجره سره پریکړی شو او دخپلو شومو عملونو انجام ته ورسیدل.
او الله تعالې خپله وعده چې د خپل پیغمبر ص سره د هغه د ساتلو په هکله کړې رښتیا کړه.
سلطان درسول کریم صلی الله علیه وسلم د روضې شریفې د حفاظت لپاره دروضې شا او خوا لوی خندق وکنیست چې تر اوبه پورې ورسید او بیا یی ويلي (اوبه) شوي سرپ پکې واچول. په دې ډول د رسول کریم صلی الله علیه وسلم روضه شریفه محفوظه شوه.


















