(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۷)
امریکا او اروپایي اتحادیې د ولسمشر غني له خوا د اوربند د تمدید له اعلان څخه ملاتړ کړی او دا یې د افغانانو په ګټه بللی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي؛ متحده آیالات له دې وړاندیز څخه هرکلی کوي او چمتو دي چې په دې خبرو کې د یو دریم ګړي په توګه برخه واخلي.
هغه د اشرف غني دې خبرې ته په اشارې سره چې ګواکې په دې خبرو کې به د بهرنیو پوځیانو په برخلیک هم خبرې وکړي ، ویلي؛ مونږ د اوربند له وړاندیز څخه ملاتړ کوو او په دې بحثونو کې د آسانتیاو د برابرولو هڅه هم کوو.
په ورته وخت کې اروپايي اتحاديې ، بريتانيا او يوناما هم په جلا پيغامونو کې ،د ولسمشر غني له خوا د اوربند دتمديد له پريکړې هرکلی کړی او پر طالبانو يې غږ کړی چې د ولسمشر غني پريکړې ته دې مثبت غبرګون وښیي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا بي بي سي ته ویلي چې اوربند نه تمدیدوي او تر هغو چې امریکایان مخامخ مذاکراتو ته چمتو نه شي، د دوی جګړه به همداسې دوام پیدا کړي.
هغه ویلي، د دوی جګړه د امریکایي اشغال پرضد ده او افغانان باید د بهرنیو پوځیانو له ملاتړ څخه لاس واخلي


















