د علماوو نړیوالي ټولني (الاتحاد العالمي لعلماء المسلمين) هم د افغانستان اوربند ملاتړ وکړ، دا یې یو مبارک اقدام وباله. او له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل چې افغانستان کې د سولي او امن لپاره دې دا اوربند تر سولې پوري وغځوي او دا یې موجوده وخت کې د افغانستان لپاره خورا مهم بللی دی.
د دې بیان په ترڅ کې نوموړې ټولنې تېره ورځ د دې سولې پر جشنونو مرګونی برید هم غندلی چې په پایله کې یو څو کسان شهیدان او ټپیان شوي وو.
د اسلامي نړۍ د علماوو ټولني مسؤل شیخ علي محيي الدین القره داغي وویل: چې افغانستان کې سوله او د ښکیلو اړخونو ترمنځ روغه جوړه د دین غوښتنه هم ده او افغانستان کې د اوږدو جګړو او وژنو ته په لیدو سره باید نور هلته سوله او امن رامنځته شي.
شیخ القره داغي له دولت او طالبانو په ټینګار سره وغوښتل چې دا اوربند باید په سوله بدل کړي، څو په افغاانستان کې له اوږدو جګړو وروسته امن او کراري رامنځته شي، ځکه افغانستان فعلي شرایطو کې سولي او امن ته خورا زیاته اړتیا لري.


















