جاپان: زلزلې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۸) د راپورونو پر بنسټ، نن سهار په جاپان هېواد کې زلزله شوې چې له کبله يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د جاپان د هوا پيژندنې ادارې ويلي، د زلزلې شدت ۴.۷ درجې و او مرکز يې د یاد هېواد جنوبي ولايت ګونما کې د ځمکې لاندې په شل کيلو مترۍ کې ښودل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې مسئولين وايي، د جاپان د پلازمينې په شمول په ديارلس ولايتونو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

له بله پلوه د رويټرز خبري اژانس ويلي، چې نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د ياد هېواد په اوساکا ښار کې د زلزلې له کبله څلور کسان مړه شوي او دوه سوه زيات ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، د زلزلې د شدت له کبله لسګونه ودانۍ نړېدلي او د ۱۷۹ زره کورونو برېښنا پرې شوې ده.

چارواکي وايي، د زلزله زپلو سيمو او خلکو سره د مرستو لپاره بيړنۍ مرستې پيل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button