په قطر کې ترکیه پوځي اډه جوړوي

کابل ټکی کام ۲۶لېندۍ/۱۳۹۴، فرید احمد
په قطر کې د ترکیې سفیر وایي چې د دې موخې پر بنیاد دا تړون یې لاسلیک کړی دی چې د دواړو هېوادونو د “گډو دښمنانو” پر وړاندې مبارزه وکړي.
دغه موافقه په ٢٠١۴ کال کې شوې وه چې له مخې یې په ترکیه کې دا پوځي اډه جوړیږي، د ترکیې پارلمان هم د جون په میاشت کې دا تصویب کړه.
له قطر سره ترکیه په داسې وخت کې خپله پوځي ملگرتیا پراخوي چې په سیمه کې د بې ثباتۍ کچه زیاته شوې ده، او دا وضیعت د امریکا د متحده ایالاتو گټې گواښوي.
په دغه اډه کې به ٣٠٠٠ پلي ځواکونه ځای پر ځای شي.
په منځني ختیځ کې به د ترکیې لومړني بهرني پوځي اده وي چې هوایي او سمندري قطعات، پوځي روزونکي او د ځانگړو عملیاتو ځواکونه به هم ولري.
د یادونې وړ ده چی دې دواړو هیوادونو په سوریه کې د روسیې مداخله غندلې.
د ترکیی سفیر دیمرک په دوحه کې د خبرو پر وخت وویل دا کار یې په دې موخه نه دی کړی چې پخواني اسلامي عثماني امپراتوري را ژوندی کړي، “مونږ د نوي اتحاد په لټه کې نه یو، بلکې خپلې تاریخي او د ورورگلوۍ اړیکې تازه کوو.”
له بلې خوا د لندن د کینگز کالج پروفیسر ژان مارک ریکلي چې د قطر د ملي دفاع د کالج استاد هم دی وایي “که د قطر په شان یو کوچنی هیواد اوسئ، تاسو په خپله خاوره کې د مختلفو متحدینو کوربه توب سره مینه لرئ ځکه چې د متحدینو له لوری ستاسې د امنیت ضمانت کیږي.”
قطري چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.



