سرچینه: د هلمند ولایت واشیر ولسوالۍ د سقوط سره مخ ده

کابل ټکی کام ۲۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي دي چې تېره شپه طالبانو پرې ډله ییز وسلوال بریدونه ترسره کړي دي.
یادې سرچینې چې له نوم اخیستلو څخه یې ډډه کړې ده وایي، «تېره شپه طالبانو د یادې ولسوالۍ پر کمربندي پوستو حملې پیل کړې، چې په پایله کې یې ۴امنیتي پوستې له لاسه وتلي دي.»
سرچینې زیاته کړه چې اوسمهال د ولسوالۍ پر مرکز باندې درنده جګړه روانه ده.
له بلې خوا د هلمند د والي ویاندې ښاغلي عمر ځواک رسنیو ته ویلي دي چې په یاده ولسوالۍ کې اوسمهال درنده جګړه روانه ده، د ده له قوله چې د درندې جګړې له امله د امنیتي پوستو د سقوط په اړه مالومات نه لري.
ځواک همدا راز وویل چې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
له بلې خوا د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد وایي چې د دوی جنګیالیو ۴پوستې او یوه قرارګاه نیولي دي، او د زیاتو غنایمو د ترلاسه کولو سره یې ۱۵تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button