پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ولسمشره! یو مډال ماته هم راکړه/ بدرالدین ابدال

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جون 24, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
512
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د کرزي د واکمنۍ وروستۍ ورځې وې. د ارگ ملا امام کرزي ته وویل: ماته د جنرالۍ رتبه راکړه. کرزي ورته ترخه مُسکا وکړه او ترې روان شو. د ارگ ملا امام ملامت نه و، چې له کرزي یې د جنرالۍ غوښتنه کوله؛ ځکه افغانستان ته هسې هم د جنرالانو کور ویل کېږي او له امریکا ډېر جنرالان په افغانستان کې دي. په تېرو اوولس کلونو کې دلته ماشومانو ته هم د جنرالۍ رتبې ورکړل شوې او د افغانانو قاتلین تر مارشالۍ پورې هم ورسېدل.

د جنرال عبدالرشید دوه ماشوم زامنو ته هم د جنرالۍ رتبې ورکړل شوې. د شمال ټلوالې واړه او زاړه له مخې جنرالان دي او ځینې ماشومان یې حتا د ملي امنیت شورا په مهم ځای کې لوړ پوړي مشاورین دي. د جنرالۍ رتبه په افغانستان کې ښه پر مخ روانه ده او کېدای شي څو کاله وروسته دلته د چارواکو ټول زامن یا جنرالان او یا هم مارشالان وي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

یو ملگری مې درې کاله مخکې ملي اردو ته تللی. اوس د بلوک قومندان شوی دی. یوه ورځ مې ورسره ټوکې کولې. مال کله جنرال کېږي؟ هغه راته ښه په زوره ـ زوره وخندل. ویل یې اول خو څو میاشتې وروسته او که‌نه یو کال وروسته حتماً جنرال کېږم. ما یې هم خبره ومنله؛ ځکه تره یې په اردو کې غټ چارواکی دی او دی نالوستی به هم څو کاله وروسته جنرال وي.

د نړۍ ځینې هېوادونه ملي شخصیتونه نه لري او له ډېرو وړو اشخاصو یې هم ملي او نړیوال شخصیتونه جوړ کړي دي. زموږ تاریخ د ملي شخصیتونو له ښو کارنامو ډک دی. احمد شاه بابا رحمه الله، میرویس نیکه، غازي وزیر محمد اکبر خان، ملا مشک عالم، سلطان محمود غزنوي، ملالۍ، نازو انا او لسگونه نور. د افغانستان حکومت اتلس ډوله مډالونه لري، چې ډېری یې د پورته اشخاصو په نامه جوړ شوي؛ خو له بده‌مرغه دغه ټول مډالونه اوس د زموږ د وژونکو او زموږ د وژونکو د پروژې تمویل کوونکو ته ورکول کېږي.

د کرزي او اشرف غني په اوولس کلنه واکمنۍ کې دغه مډالونه ډېری امریکايي، ناټو، اروپايي او ځینې اسیايي هېوادونو هغو مشرانو ته ورکړل شوې، چې دلته یې جگړه روانه ساتلې او زموږ د وژلو له‌پاره یې خپل عسکر رالېږلي دي.

احمد شاه بابا د هند فاتح، میرویس نیکه د گرگین قاتل او د افغانستان د ازادۍ اتل، وزیر محمد اکبرخان د مکناټن قاتل، سلطان محمود غزنوي د هند فاتح، ملالۍ د میوند د جگړې اتله او نازو انا د میرویس نیکه مور. دغو اشخاصو نه یوازې افغانستان له پردیو زورواکانو ساتلی و، بلکې د هندوستان پر لویه خاوره یې کلونه ـ کلونه واکمني کړې وه. خو اوس د دوی په نامه جوړي مډالونه هغه چاته ورکول کېږي، چې دلته یې خپل لاسپوڅي کېنولي او هغه خلکو ته ډېر مډالونه ورکول کېږي، چې دغه پلېت عسکرو پر وړاندې یې جگړه کړي وي او دوی یې شهیدان کړي وي. اشخاص بدلېږي او رابدلېږي؛ خو اشخاص باید د تاریخ له زوروې پرېکړې ځانونه وساتي؛ ځکه تاریخ پر هېچا رحم نه کوي او راتلونکي نسلونه سپین ویل پرېږدي. ولسمشر چې د ناروې سفیرې ته مډال ورکولی شي؛ نو زه هم یو مډال غواړم.

لوی ټکي: اشرف غنيبدرالدین ابدالجنرالانحکومتمهم
مخکینې مطلب

زرغون چاپېریال کې تمرین کول ”ډېر ژر پر ذهني روغتیا مثبت اغېز کوي“

بل مطلب

د خلاصون لارې شورا: د اعتماد لپاره دې بنديان خوشې او د بهرنيانو پر وتلو بحث وشي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com