پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

مونږ د سولې چیغې وهو، خو غواړو یې نه!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 24, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
246
ځلې شریک شوی
123
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

صلاح الدین ایوبي

که قسم په الله وکړم حانث به نشم چې په ګران افغانستان کې مې سوله، ثبات او خپلواکي د ژوند ترټولو لوړ ارمان دی. هیڅ مې زړه نه غواړي چې یوه افغانه مور دې بوره او خور دې کونډه شي. رښتیا هم له جګړې نه نور زموږ ملت ستړی شوی دی او دا جګړه راڅخه هره ورځ ځوانان وړي او هره ګړۍ څو کورنۍ د غم په ټغر کېښنوي.

دا هم ولولئ

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

خو که د سولې پرلتیان او افغان دولت تل پاتې سوله غواړي او له دې مرګوني جګړې ستړي وي، دوی ولې هغه څه ته ګوته نه نیسي چې د جګړې لوی لامل او د سولې لاره کې خنډ ګرځیدلی دی؟

افسوس راته په دې راځي ولې په هغه څه وخت ضایعه کوو چې هیڅ نتیجه نه ورکوي؟

زمونږ زړونه ځکه درد کوي طالبانو چې ۱۸ کاله یې د هیواد ازادۍ او اسلامي نظام لپاره په زرګونو ځوانان لولپه، تنکي ماشومان یې یتیمان او جوړ کورنه یې لوټې لوټې شول، د هغوی قربانیو ته هیڅ درناوئ نه کیږي بلکې لا د جګړې پړه هم یوازې پر دوی اچول کیږي.

افغان حکومت طالب ته د جګړې ودرولو خطاب کوي، خو دا نه وايي چې مونږ د چا ملاتړ کوو، د چا ګټو لپاره جګړه کوو او دا هره ورځ مو هیواد کې بې ګناه هیوادوال د چا بمبار او چاپو د لاسه وژل کیږي؟

دوی طالب ته وایي سوله وکړه خو امریکا ته دا نه وایي چې تاسو نور زمونږ هیواد څخه ووځئ.

دوی طالب ته وایي اوربند اعلان کړه خو اشغالګرو ته دا نه وایي چې دا بې رحمه چاپې او بمبارونه بند کړئ او د خپلو ځواکونو لپاره مهال ویش وټاکئ تر څو دسولې باور فضا رامنځته شي.

سره ددې چې طالبانو په وار وار د سولې په وړاندې خپله پریکړه او شرایط اعلان کړي دي:

د قطر د فتر په رسیمت پيژندل، له بهرنیانو سره نیغ په نیغ کتل، د تورلیست پاکول، د بندیانو تبادله، د بهرنیانو د مهالویش ټاکل له دې اسانتیاوو وروسته به طالبان له افغان لوري سره د نوي نظام په جوړیدو، اساسي قانون، ولسي غوښتنو او سیاسي راتلونکي خبرې کوي.

موږ چې له نژدې د سولې هڅې څارو، د طالبانو د پورته غوښتنو په وړاندې د حکومت په تگلارو، خبرو او ژمنو کې هیڅ نه گورو. ولسمشر غني وایي چې له طالبانو سره هر ځای کینم، خو د قطر خبره نه کوي. اوربند اعلانوي خو د بهرنیو پوځیانو د سرنوشت خبره نه کوي. بندیان پریږدم، خو د تبادلې، د گوانتانامو د بندیانو د سرنوشت، د باگرام د بندیخانې په وضعیت بحث نه کوي. خبرې کوم، خو د بهرنیانو په نیت او خبرو ته په تیاري سر نه خلاصوي.

مونږ همدا چيغې وهو چې سوله بايد پروژه نه وي، بلکې يوه ملي پروسه وي چې رښتينولي او ژمتيا پکښې د لومړي شرط په توګه مطرح وي.

خو دوی تل سولې ته د یوې پروژې په سترګه کتلي دي. دوی په حقیقت کې سوله نه غواړي بلکې د سولې په نوم د اشغالګرو اهدف پلي کوي او د ولس سترګو ته خاورې ورشیندي، په ارمانونو او هیلو لوبې کوي.

نو له ټولو هیوادوالو او قلموالو څخه احتراماً هیله کوم چې نور د اشغال په خلاف غږ پورته کړئ او ولسمشر غني دې ته مجبور کړئ چې د امریکایانو سره امنیتي تړون لغوه کړي او په نړیوالو فشار راوړئ چې امریکایان دې نور زمونږ هیواد نه د ځواکونو ایستلو لپاره مهال ویش وټاکي او افغانان دې پریږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.

تر څو سولې ته لاره هواره شي او جنګ ته بس ووایو.

نو هم به د تاریخ په پاڼو کې سر لوړي وو او هم به افغان ولس ته تل پاتې خپلواک او سوله ایز افغانستان په میراث پریږدو.

کنه په سترګو مو ولیدل چې دې جګړې زاړه له لاسه ورکړل او واړه پکې زاړه شول.

مخکینې مطلب

د خلاصون لارې شورا: د اعتماد لپاره دې بنديان خوشې او د بهرنيانو پر وتلو بحث وشي

بل مطلب

امریکا؛ از ادعای حقوق بشری تا جنگ علیه بشریت

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com