یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ولسمشره! پرځان او پوځ دې رحم وغواړه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 25, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
1.4k
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

له تېرو درې ورځو راهيسې، په میدان وردګ ولايت کې د طالبانو او حکومتي پوځونو تر منځ سختې جګړې روانې دي. دا سختې جګړې هغه وخت پیل شوې کله چې طالبانو په ياد ولايت کې پر لسو امنيتي پوستو بريدونه پیل کړل او امنيتي پوليسو د مقاومت پر ځاى طالبانو ته له مهماتو ډکې پوستې وسپارلې.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

ځايي خلکو ويلي چې د حکومت لخوا د جګړې سيمې ته نورې قواوې ولېږل شوې، خو په لاره کې د طالبانو له مقاومت سره مخ شوې.

 د معلوماتو له مخې، حکومتي پوځونه پر ځای د دې چې پر طالبانو بريدونه وکړي او له لاسه ورکړې پوستې ترې ونيسي، د ځان دفاع هم نه شي کولاى. رسنۍ خو له سيمې د حکومتي پوځونو او طالبانو تر منځ د جګړې راپورونه ورکوي، په حقيقت کې په ياده سيمه کې حکومتي پوځونه جګړه نه، بلکې د ځان له دفاع هم ناتوانه دي .

اشرف غني خان په وردګو کې پوستو د ترلاسه ورکولو وروسته خپلو پوځونو ته ويلي چې پر طالبانو رحم ونه کړئ!

عجيبه خبره ده، هغه څوک چې خپله دفاع نه شي کولاى هغه به پر بل څرنګه رحم وکړي؟ که ولسمشر پر طالبانو غږ کړى واى چې زموږ پر پوځ رحم وکړئ، نو پر ځاى غږ ؤ، ځکه چې په تېرو ١٧ کلونو کې اشرف غني د طالبانو جګړې، مقاومت، مېړانه، حوصله، تاکتيکي پرمختګ او د کمکي اختر په ورځو کې اوربند (رحم) هم وليده .

ولسمشر بايد پر طالبانو غږ وکړي چې پر ما او زما پر پوځ رحم وکړئ. طالبان هم افغانان دي او د افغان وينا ته په افغانيت ځواب وايي.. ګوندې پر ولسمشر رحم وکړي او د امريکا له اسارته یې وژغوري، پرافغان پوځ رحم وکړي او پوستو کې یې ونه وژني.

د دفاع وزارت په وينا، په روانه جګړه کې هوايي ځواکونو هم بمباري پیل کړې ده. بيا خو دې ولسمشر د رحم يو غږ پر خپلو او امريکايي هوايي ځواکونو هم وکړي چې په پوستو کې پوليس بمبار نه کړي، پر ولسي وګړو بمبار ونه کړي، د طالبانو په نامه ملکي وګړي بمبار نه کړي، د جګړې سيمې ته څېرمه په بله ولسوالۍ کې د کوم واده په مراسمو بمبار ونه کړي، په کومه نږدې سيمه کې د جنازې په ادا کوونکو بمبار ونه کړي.

ښاغلی ولسمشر! تاسې په داسې وخت کې پر خپلو پوځونو د نه رحم غږ کوئ چې هغوى پخپله رحم ته اړتيا لري. پخپله تاسې هم رحم ته اړتيا لرئ. ټول افغان ولس رحم ته اړتيا لري. نه تاسې نور د جګړې توان لرئ، نه مو پوځ او پوليس، او نه ولس نور د شپنيو عملياتو او ړندو هوايي بمباريو او له کورونو د بې ګناه وګړو د جنازو د پورته کولو توان لري.

ولسمشره! طالبان ستاسې او ستا د بادار (امريکا) محاصره نه دي چې رحم پرې وکړي. ستاسې پوځ او ستا د بادار غرور، پاليسي، او نړيوال سياست د طالبانو لخوا محاصره دى. لکه څرنګه چې یې په میدان وردګو ولايت کې لس پوستې ستا له پوځه نيولې او پوځيانو دې ورته په خپله خوښه ځانونه او په پوستو کې ټول مهمات تسليم کړي دي، دا ډول ستاسې او ستاسې د بادار (امريکا لس ډوله سياست) د طالبانو لخوا محاصره دى. پر طالبانو غږ وکړئ چې پر موږ رحم وکړئ.

په ارګ کې د دوه درځنه مشاورينو په منځ کې راګير ولسمشره! له ملګرو ملتونو وغواړه چې نور په افغانستان کې د امريکا او د هغوی د اشرباڼو يرغل ته خاتمه ورکړئ څو ځان او په ډالرو رانيول شوي ياران دې له سياسي، ذهني، جسمي او فکري محاصرې وژغورل شي.

ولسمشره! مه پخپله له طالبانو د رحم غوښته کوه او نه دې ستا د سولې شورا او کاروانونه له ملګرو ملتونو غواړي چې پر ګاونډيانو دې سولې ته په همکارۍ او پر طالبانو دې فشار راوړي څو سولې او مذاکراتو ته غاړه کښېږدي.

طالبان بې د چا له فشاره سوله غواړي او سوله کوي – خو هغه سوله چې د افغانستان د تېرو څلورو لسيزو د مقدس جهاد اميدونه او ارزښتونه تر پښو پکې لاندې نه شي، هغه سوله چې افغانان یې د خپلو قربانيو په نتيجه کې غواړي، هغه سوله چې پکې د افغانستان ارضي تماميت، کامله ازادي، سل په سلو کې د اسلامي قوانينو نفاذ او د شهيدانو قربانۍ په نظر کې ونیول شي.

ولسمشره، د طالبانو پر ځاى غوره دا ده چې د ځان او خپل پوځ لپاره رحم وغواړئ څو له هراړخيزې محاصرې وژغورل شئ .

مخکینې مطلب

طالبان: پرلت او د سولې شعارونه استخباراتي پروژې دي

بل مطلب

تر څلورو دورو وروسته.. ښاروال سپی متقاعد کېږي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com