(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۶) د افغانستان د ماليې وزير چې تېره ورځ يې استعفا ورکړه نن د ولسمشر غني د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن د چهارشنبې په ورځ په خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکلي، چې د ماليې مخکينی وزير اکليل حکيمي د ولسمشر د حکم پر اساس په نړيوالو چارو کې د غني ستر سلاکار ټاکل شوی دی.
که څه هم اکليل حکيمي پرون د خپلې استعفا پر مهال خبري غونډې ته وویل، چې د کورنيو ستونزو له امله نه شي کولی چې دنده وکړي خو ځينو باوري سرچينو راپورونه ورکړل چې د غني او عبدالله تر منځ اختلاف د حکيمي د استعفا لامل ګرځېدلی دی.
د سياستوالو په باور د ملي يووالي د مشرانو د اختلافاتو له کبله اشرف غني د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ خو عبدالله خپل مشر وټاکه، دغه راز اجرائيه مشر اکليل حکيمي چې د ولسمشر له نږدې کسانو دی استعفا ته اړ کړی نو ځکه د غني له لوري ستر سلاکار وټاکل شو.
















