سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

غني او بهرامي رښتيا خو جنرال بنچ بالکل دروغ ويلي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 28, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
180
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

تميم توفيق
د ملي وحدت حکومت رئيس (ډاکټر اشرف غني) ويلي چې تر اوسه پورې يې له طالبانو سره هيڅ ډول خبرې نه دي کړې، دغه راز د همدې دولت د دفاع وزير طارق شاه بهرامي د مشرانو جرګې د غړو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي چې د امنيتي تړون لاسليک ځکه ښه کار و چې هيواد مو شلو استخباراتي ډلو سره مخامخ دی. او د امريکايي هوايي قواوو مرستيال قومندان جنرال لينس بنچ ويلي چې له کمکي اختر وړاندې يې په طالبانو ۱۵۴ بمونه غورځولي دي.
غني او بهرام دواړو په خپل ځای رښتيا ويلي، بلکې غني خو په هغه اندازه رښتيا ويلي چې په هيواد د امريکا له لومړي ميزايلي بريد راوروسته پرې چا خوله نه وه چوله کړې، مګر د جنرال بنچ خبرې په څو دلايلو چورلټ دروغ بللی شو.
موږ په تيره ۱۷ کلنه دوره کې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد نورې څرګندونې او عبرګونونه دومره نه دي ليدلي، لکه څومره چې يې د کرزي او ملي وحدت حکومتي منسوبينو ادعاوې رد کړې، چې دوی ورسره مذاکرې او ناستې نه لري، ادعاوې يې پوچې او تبليغاتي جنبه لري او…….
د ذبيح الله مجاهد په دې خبرو مو زيات باور ځکه نه کاوه چې کله کله ځينې طالب ته منسوب کسان د رسنيو په پردو ليدل کيدل چې د کرزي/ملي وحدت حکومت له مامورينو سره په خبرو بوخت دي. که څه هم د هغوی د طالب نمايندګي ادعا دروغژنه وه، خو موږ يې د واقعي او حقيقي طالبانو، چې د دغه خوځښت واک يې په لاس کې دی او ۱۷ کاله يې له بهرني اشغال سره مبارزه کړې، د خبرو په رښتينولي شکمن کړي وو.
همدا رنګه يو اړخ ته د يادو دوو حکومتونو د چارواکو لخوا وخت ناوخت د طالبانو د تسليمي «مخ پټي» انځورونه نشرول و او بل اړخ ته د رسنيو تبليغاتي څپه هم دومره تيزه او قوي وه، چې ډيرو کمو بادرکه او باخبره هيوادوالو د چارواکو په ادعاوو د دروغو حکم کاوه، اکثرو دا هر څه واقعيټ ګڼلی و او د طالبانو په مبارزه، دريځ او دعوه يې شک کاوه.
۱۷ کاله وروسته د ملي وحدت حکومت مشر (ډاکټر اشرف غني) يوازې يوه جمله وويله «تر اوسه پورې مو له طالبانو سره هيڅ ډول خبرې نه دي کړې» چې خپل او د امريکا ۱۷ کلني تبليغات يې په اوبو لاهو کړل، د دوی په چوپړ کې لګيا رسنۍ او ژورنالستان يې په شرمونو وشرمول، خپل چارواکي يې د تل لپاره کاذب راوپيژندل او جالبه دا چې په ذبيح الله مجاهد يې هم ماشومانه ټوکه وکړه، چې ۱۷ کاله يې هسې په هسې د غبرګونونو او ردونو په ليکلو ستړی کړی دی.
بلخوا د ملي وحدت حکومت له واک ته رسيدو راهيسې په لومړي ځل د دغه دولت د دفاع وزير طارق شاه بهرامي رښتيا وويل، چې «هيواد مو له شلو استخباراتي ډلو سره لاس او ګريوان دی؛ ځکه امنيتي تړول لاسليکول ښه کار و».
شک نشته چې هيواد مو له استخباراتي ډلو سره لاس او ګريوان دی، خو دا هم واقعيت دی چې دغه استخباراتي ډلې د همدې دولت د تمويلونکو او د همدې حکومت د چارواکو په هڅو پنځېدلې دي، د دې لپاره چې په هيواد کې د هرج و مرج په رامنځته کولو سره اوبه خړې او ماهيان پکې ونيسي، چې دا خبره د ملي وحدت حکومت د پارلمان د غړو او چارواکو له خولو په ځلونو اورېدل شوې ده.
داسې مې ځکه وويل، چې طالبانو خو خپل استقلال او واک د کمکي اختر په اوربند کې څرګند کړ. د دوی يووالی او وحدت همدې اوربند ثابت کړ او پر ضد يې هغه ټول تبليغات بې بنسټه وښودل، چې ګواکې دوی په ډلو ويشلي او د بهرنيو کړيو لخوا اداره کيږي.
دا چې امنيتي تړون ولس او هيواد ته څومره زيان واړاوه او له اوږدو بدمرغيو سره يې مخامخ کړ، دا جلا بحث دی، خو په ټوله کې يې دولت ته هراړخيزه ګټه کړې؛ ځکه که امريکايان نه وي؛ نو د اشرف غني له قراره، دولت په ظرف د څو اونيو کې سقوط کوي. او له دې علاوه د دولت تمويل او اکمال خو لا جلا لويه ګټه ده.
اميد دی، طارق شاه بهرامي په بل ځلې استجوابي غونډه کې دا رښتيا هم ووايي، چې دغه استخباراتي ډلې ټپلې د کومو دولتي چارواکو د هڅو او ستړياوو برکت دی!؟
او د امريکايي جنرال (لينس بنچ) خبرې بالکل له واقعيت لرې دي. د ده دغه خبره چې د طالبانو ۱۹ مراکز يې ويجاړ او مالي سرچينې يې قطع کړې، دروغ ځکه ده چې د طالبانو په بريدونو کې د کمي پر ځای زيادت راغلی او هره ورځ لسګونه دولتي سرتيري وژني، نيسي او سيمې ترې لاندې کوي، خو دا خبره يې، چې د افغان هوايي ځواک په ملاتړ يې په طالبانو ۱۵۴ بمونه ورولي دي، له يو اړخه رښتيا او له بله دروغ ده.
رښتيا ځکه چې موږ د اوربند له اختر وړاندې د امريکايي او دولتي هوايي ځواکونو د زياتو بمباريو شاهدان و، په کندز، فراه، فارياب، کندهار، پکتيا، ارزګان او هلمند کې يې ګڼ بريدونه وکړل، او دروغ ځکه چې دا ټول بريدونه په ملکي وګړو او هستوګنځايونو شوي دي. لوستونکي کولی شي په يادو او څو نورو ولايتونو کې د ړندو بمباريو له امله رامنځته شوي ملکي تلفات په بيلابيلو بې پرې رسنيو کې وويني.
له ۱۷ کلونو وروسته چې حکومتي چارواکو په رښتيا ويلو پيل وکړ او امريکايي جنرالان لا هم په هماغه مرکب سپاره دي، دا زما لپاره هم د حيرانۍ ځای دی او في الحال يې په سر او بر نه پوهيږم؛ نو ځکه يې لوستونکو ته پرېږدم.

مخکینې مطلب

فاریاب او لوګر: چارواکي د طالبانو د وژنو ادعا کوي او طالبان یې ردوي

بل مطلب

سوداګرۍ خونه: ماليې وزارت ته د سرپرست پر ټاکل کېدو اندېښمن يو

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com