(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۰) ولسمشر غني نن ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دوهم ځل لپاره په دغه ولايت کې د زربستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پام کې ده چې غني په دغه ولايت کې د یاد روغتون د بنسټ ډبرې کېښودو سربيره د ننګرهار له یو شمیر قومي مشرانو، ولسوالانو، د ولايتي شورا غړو او مدني بنسټونو له استازو سره هم وګوري.
د یاد زر بستريز روغتون د جوړېدو ژمنه په ۲۰۱۱م کال کې د مسئولينو له لورې شوې وه چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې دوه ځلې د بنسټ ډبره ايښودل شوې ده.
دغه کمپلکس په ۲۰۰ جريبه ځمکه کې جوړيږي، چې د ننګرهار د حوزوي روغتون ۶۰۰ بستريزه نوې ودانۍ، ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰ بستريز روغتون او د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون هم پکې شامل دي.
د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشت کې د نوموړي زر بستريز روغتون ډبره د لومړي ځل لپاره د عامې روغتيا د وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز، د دغه ولايت د مرستيال حنيف ګرديوال او نورو چارواکو په شتون کې کېښودل شوې وه.
خو ننګرهار ولايت ته د غني د سفر پر مهال يوځل بيا د یاد روغتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه چې ځايي فعالان بيا وايي، له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د ياد روغتون د جوړېدو ژمنې کېږي خو چارواکي ترې يواځې په انتخاباتو کې د کمپاين لپاره استفاده کوي.


















